له کمې اندازې ځمکې څخه د سترې ګټې اخیستنې په موخه به زده کړې پیل شي

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۷/۳ - ۱۰:۱۴
mudh

۱۴۴۶/۰۳/۲۱

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري او مسکن انستېتوت امریت په پام کې لري چې د دغه وزارت یو شمېر کار کوونکو ته د ځمکې د تنظیم برخه کې روزنیزه برنامه ترسره کړي.

یاد امریت هوډ لري چې له کمې اندازې ځمکې څخه د سترې او سمې ګټې اخیستنې په موخه دغه روزنیزه برنامه عملي کړي، چې له مخې به یې د پام وړ پرمختګ رامنځته شي.

په هغه پرزنټېشن کې چې په همدې موخه دایر شوی و او د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر الحاج شیخ حمدالله نعماني ته یې معلومات ورکول، یادونه وشوه، چې دغه برنامه اغېزمنه او ګټوره ده.

د معلوماتو د ورکړې په مهال محترم سرپرست وزیر وویل، لازمه ده چې په دغه برنامه کې د ځمکې اړوند ټول تخنیکي او حقوقي اړخونه په پام کې ونیول شي او پر داسې لارو چارو غور وشي چې د ښار او مسکن برخه کې ګتور ثابت شي.

تمه ده، چې د یادې برنامې په پلي کېدا سره به د وزارت کاري ظرفیت لا لوړ او د ښاري او مسکن برخو کې به ستر کارونه ترسره شي.

د کور او ښار جوړلوو وزارت هڅې پیل کړي، چې څنګه کېدای شي له کمې اندازې ځمکې څخه ستره او لازمه ګته پورته شي او د ښاري او مسکن برخو کې په زړه پورې خدمات ترسره شي.

مناسبې سرپناه ته کم لاسرسی هغه ستونزه ده چې ډېر شمېر افغانان ورسره لاس او ګرېوان دي او دغه وزارت یې د حل برخه کې نه ستړې کېډونکې هلې ځلې کوي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۱۱:۴۷
Background image

په نوي کابل ښار کې د معیاري سړکونو د جوړولو او پراختیا چارې روانې دي

۱۴۴۸/۴/۱۳

د نوي کابل ښار د پراختیا د منظور شوي پلان له مخې، د ښار په بېلابېلو برخو کې د مهمو سړکونو د جوړولو او پراختیا عملي چارې روانې دي.

 دغه سړکونه د ښار د اوسنیو او راتلونکو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۱۰:۳۱
Background image

د جوزجان ولایت د غالۍ اوبدونکو مارکېټ د جوړولو له چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۱۳

د جوزجان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي تخنیکي، د جوزجان ښاروالۍ اړوند د غالۍ اوبدونکو مارکېټ د جوړولو پروژې له چارو څخه څارنه وکړه.

د څارنې پر مهال د یاد مارکېټ د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۰:۵۸
Background image

د جوزجان ولایت مخابرات ریاست اړوند د ښوونځي د ودانۍ له جوړولو څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۱۱

د جوزجان ولایت د ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټيم، د جوزجان ولایت د مخابراتو ریاست اړوند د پمپ ‌خانې په سیمه کې د ښوونځي د ودانۍ د جوړولو له چارو څخه څارنه وکړه.

د څارنې پر مهال. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

10 میاشتې 4 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت