غزني ولایت کې د ماشومانو د خوارځواکۍ د تعمیر له ودانیزو چارو څارنه وشوه
۱۴۴۶/۱/۱۰
د غزني ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي نور ولي بلال متقي وایي، د دې ریاست تخنیکي ټیم په مُقر ولسوالۍ کې د ماشومانو د خوارځواکۍ د تعمیر له ودانیزو چارو څارنه وکړه.
ښاغلي مولوي متقي وویل، یاد تعمیر د یونیسف په مالي لګښت جوړبږي، چې دمګړۍ هلته د سیخ تړلو، د بنسټ اېښودلو لپاره په کیندنې، کانکرېټ اچول او سپټیک څاه لپاره کیندنې روانې دي.
د نوموړي په خبره، قراردادي شرکت ته یې لازمې سپارښتنې کړي، تر څو د دې تعمیر چارې د شرطپاڼې مطابق مخته یوسي.
د کور او ښار جوړولووزارت له ودانیزو پروژو څارنه کوي او معیاري سرته رسېدو په موخه یې اړوندو قراردادي شرکتونو ته لارښوونې کوي.
