زابل کې له ښاري تخلفاتو مخنیوی وشو

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۰ - ۱۲:۳
زابل

۱۴۴۶/۰۷/۲۸

د کور او ښار جوړولو وزارت له ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست محترم رئیس مولوي عبدالمنان حقاني وایي، انجنیرانو یې زابل کې د کور او ښار جوړولو ریاست د محترم رئیس مولوي دادګل مسلم د لارښوونې پر بنسټ د قلات ښار له دوهمې ناحیې څارنه وکړه.

ښاغلی مولوي حقاني وایي، د قلات ښار په دوهمه ناحیه کې د میزانې اډې ته څېرمه ساحې څخه لیدنه شوې، تر څو د ښاري تخلفاتو مخنیوی وشي.

نوموړی وایي، په ياده ساحه کې د (1387) پلان په اساس د اور وژنې امريت، د ښاروالۍ رياست او د اوبو او برېښنا رياست پر ځای د اشخاصو له لوري په تېرو کلونو کې هټۍ او کورونه جوړ شوي دي.

هغه وايي، اړوندو انجنیرانو یې په دې اړه خلکو ته پوهاوی ورکړ چې، یادې ساحې په پلان کې څه دي او دوی خلاف عمل کړی دی.

د کور او ښار جوړولو وزارت له ټولو هېوادوالو غواړي چې، د هر ډول ابادۍ جوړولو په موخه تر اقدام مخکې د پلان څخه ځان خبر کړئ او بیا د پلان مطابق عمل وکړئ.

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

3 ورځې 23 ساعتونه ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۷ - ۱۰:۱۷
Background image

د نیله باغ پروژې د پرمختګونو په تړاو خبرې وشوې

۱۴۴۷/۰۴/۰۶

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج نجیب الله حیات حقاني په خپل کاري دفتر کې د نیله باغ پروژې د چینایي مسؤل ښاغلي لي لونګ سره وکتل.

په پیل کې ښاغلي لي لونګ د افغان. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۷ - ۱۰:۱۴
Background image

په کندهار کې د استناف څارنوالۍ له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۴/۰۶

د کندهار ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي عبدالمتین سعید وایي چې د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم د کندهار ښار د عینومینې په سیمه کې د استناف څارنوالۍ د ودانۍ له. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۶ - ۱۱:۱۲
Background image

د بامیان ولایت د څلورو ولسوالیو تفصیلي پلانونه جوړ او د تطبیق لپاره تسلیم شول

۱۴۴۷/۴/۴

د کور او ښار جوړولو وزارت، د ټول هېواد په کچه انډوله پراختیا رامنځته کوي، چې له مخې یې دا ځل د بامیان ولایت څلور ولسوالیو ته د تفصیلي او ستراتیژیکو پراختیایي پلانونو رسمي. . .

BACK TO NEWS