د ګمرکونو د دروازو د سکنرونو دنقشو د ویزه کولو په تړاو خبرې وشوې

۱۴۴۶/۱۱/۶
د کور او ښار جوړولو وزارت د نقشو د ډیزاین د تصدیق امر محترم عبدالرحمن رحماني
د تاجي لمیټیډ او زبیر مصور لمیټیډ له مسؤلینو سره په هېواد کې د دولس (۱۲) کمرکونو د دروازو د سکنرونو د نقشو د ډیزاین په تړاو خبرې وکړې.
په دې ناسته کې د یادو شرکتونو مسؤلینو د دوی لخوا د جوړو شوو نقشو په تړاو معلومات وړاندې کړل او د کور او ښار جوړولو وزارت د نقشو د ډیزاین د تصدیق له محترم ریاست څخه یې وغوښتل، چې نقشو کې د اړتیا وړ اصلاحات راولي.
په ورته وخت کې د کور او ښار جوړولو وزارت د نقشو د ډیزاین د تصددیق امر محترم عبدالرحمن راحماني د نقشو پر اصلاح د یادو شرکتونو سره هوکړه وکړه.
په پام کې ده چې د هېواد د (۱۲) ګمرکونو په دروازو کې، د پلټنو په کاټینرونو کې او د پلټنو په نورو سیمو کې یادې نقشې نصب شي.