د کونړ ولایت د اسعداباد ښار پراختیايي ستراتیژیک پلان لاسلیک او ویزه شو

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۹ - ۱۲:۴۴
کونړ انکشافی ستراتیژیک پلان

۱۴۴۷/۰۵/۲۹

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني د کونړ ولایت د اسعداباد ښار ستراتیژیک پلان او نقشه امضاء او ویزه کړه.

د اسعدآباد ښار ستراتیژیک پلان، چې د دې وزارت د انجنیرانو له لوري طرحه او ترتیب شوی، د یاد ولایت د راتلونکي ښاري انکشاف لپاره یو مهم سند بلل کېږي.

محترم الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني د خپلو خبرو پر مهال څرګنده کړه چې د دې ستراتیژیک پلان چمتو کول د ښار د پراختیا او ښاري ودې لپاره یو مهم ګام دی او د دغه ولایت د قانونمند، منظم او اوږدمهاله ښاري اړتیاوو ته به اغېزمن ځواب وي.

یاد ستراتیژیک پلان د کونړ ولایت لپاره یو بنسټیز ښاري رهنمود دی چې د ښاري معیارونو، ټولنیزو، اقتصادي، چاپېریالي مطالعاتو او تخنیکي سروېګانو پر بنسټ طرحه شوی او د وزارت له لوري امضاء شوی دی.

د ملي جامع پلان ریاست محترم رئیس انجنیر رحمت‌الله قدیري وايي، چې دا پلان د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر مولوي نجیب الله حیات حقاني د لارښوونې پر اساس په دقیق ډول سره یې بیاکتنه وشوه او اصلاح شو، او په کې د عصري ښاري ودې مهمې کارونې لکه د استوګنې سیمې، سوداګریزې ساحې، دولتي ادارې، پارکونه او د دغه ولایت د طبیعي ښکلا او منظري د خوندي کولو او د کورنیو او بهرنیو سیلانیانو د جلبولو لپاره مهم تفریحي ځایونه په پام کې نیول شوي دي.

د کور او ښار جوړولو وزارت څرګندوي چې ښاري پلانونه د معیاري اصولو له مخې طرحه کوي، اړوندو ښاروالیو ته یې د تطبیق لپاره سپاري او د تطبیق له بهیر څخه جدي څارنه کوي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۷ - ۱۴:۳۷
Background image

د خوست ولایت د پیښو پر وړاندې د مبارزې ریاست د ودانۍ له چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۷/۲۷

د خوست ولایت د پیښو پر وړاندې د مبارزې ریاست د ودانۍ له روانو چارو څخه نظارت ترسره شو، چې د معلوماتو له مخې یې ساختماني چارې نږدې بشپړې شوې دي او تمه ده چې په ډېر لنډ وخت کې. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۷ - ۱۲:۵
Background image

په ۱۷مه ناحیه کې د ښاري سرغړونو په موخه څارنه تر سره شوه

۱۴۴۷/۰۷/۲۷

د ښاري تخلفاتو د مخنیوي او د پروژو د تطبیق د څارنې ریاست اړوند د پوهاوي او نظارت ټیم ، د کابل ښار ۱۷مې ناحیې (طلایي ښارګوټي او حاجي ادروګل ښار ګوټي څخه لیدنه وکړه.

د څارنې. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۷ - ۱۱:۱۲
Background image

په میمنه ښار کې د ښاروالۍ د الحاقیې ودانۍ د اعمار له چارو څخه تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۰۷/۲۷

د فاریاب ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس، د دې ریاست له تخنیکي ټیم سره یو ځای د میمنه ښار د ښاروالۍ ریاست د الحاقیې ودانۍ د اعمار له روانو چارو څخه ساحوي نظارت. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

2 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت