د کور او ښار جوړولو وزارت رهبري هئیت خپله دیارلسمه ناسته وکړه

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۴ - ۱۶:۸
وزارت شهر سازی

۱۴۴۶/۱۱/۱۶

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم سرپرست وزیر الحاج شیخ حمدالله نعماني په مشرۍ او د دغه وزارت د ښاري چارو محترم مرستیال شیخ مدارعلي کریمي بامیاني، محترم مالي او اداري مرستیال الحاج محمد ارسلاح خروټي، د مسکن ودانیزو چارو او د برنامو د پراختیا محترم مرستیال الحاج محمد اسماعیل فائز او د یاد وزارت یو شمېر رئیسانو دیارلسمه رهبري ناسته ترسره کړه.

په یاده ناسته کې، د کور او ښار جوړولو وزارت اړوند د هغو پراختیايي پروژو اړه بحث وشو، چې د ۱۴۰۴ کال بودیجې په سند کې منظور شوي دي.

په دې ناسته کې، د نوي کابل ښار په اول فاز کې د (۱۴) کیلو مټره سړک چې بر یې (۱۲) مټره دي، د باریک اب  د زون صنعتي زون د خامه سړک د جوړولو په اړه بحث وشو او اړوندو ادارو ته دنده وسپارل شوه، تر څو خپلې لومړنۍ چار پیل کړي.

په ورته وخت کې، د فاریاب او غور ولایتونو د کور او ښار جوړولو ریاستونو د احاطوي دیوال او څلور نورو موضوعاتو په اړه خبرې وشوې او نظرونه شریک شول.

د پورته ذکر شوو موضوعاتو په تړاو اړوندو ریاستونو او معینیتونو خپل خپل نظریات او وړاندیزونه شریک کړل او د برخلیک ټاکلو په موخه یې لازم تصمیمونه ونیول شول.

د کور او ښار جوړولو وزارت هڅې پیل کړي، چې د هېواد په کچه ټولې پروژې په ښه کیفیت او اغېزمنې ګټې اخیستنې سره سرته ورسوي

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

2 اونی 5 ورځې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست
د کور او ښار جوړولو وزارت

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۸ - ۱۵:۰
Background image

په نوي کابل ښار کې د تخلفاتو مخنیوي، بیت المال خوندیتوب او د پلان پر بشپړ تطبیق خبرې وشوې

۱۴۴۷/۲/۱۵

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم سرپرست وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني په مشرۍ ، او د مالي او اداري محترم مرستیال الحاج محمد ارسلاح خروټي، د مسکن ودانیزو چارو او. . .

شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۸ - ۱۱:۱۵
Background image

د مسکن د پراختیا ریاست د کاري پلانونو د تطبیق په اړه غونډه ترسره شوه

۱۴۴۷/۰۲/۱۵

د مسکن، ودانیزو چارو او د برنامو د پراختیا د محترم معین مولوي ګل زرین صابر په مشرۍ د د مسکن د پراختیا ریاست د کاري پلانونو د تطبیق او ارزونې په موخه ځانګړې غونډه تر سره شوه.. . .

شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۸ - ۱۰:۴۲
Background image

په میدان وردک کې د پوهنتون د سړک له چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۲/۱۵

 د میدان وردک ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي عبدالقیوم سیف العمر وایي، د دې ریاست د تخنیکي ټيم لخوا د میدان وردک پوهنتون د سړک او سیلبر له چارو څارنه وشوه.. . .

BACK TO NEWS