د کور او ښار جوړولو وزارت د بشري سرچینو او ښاري تخلفاتو ته د رسېدو ریاستونو لپاره چارسمبالي تعین شول

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۸/۲۳ - ۱۴:۱۸
picture

۱۴۴۵/۴/۳۰

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم سرپرست وزیر شیخ حمدالله نعماني په هدایت د دې وزارت اړوند د بشري سرچینو ریاست لپاره ښاغلی مولوي محمد هارون صدیقي او ښاري تخلفاتو ته د رسېدو ریاست لپاره ښاغلی مولوي رحیم الله صادقي د چارسمبالي په توګه تعین شول.

یاد چارسمبالي د کور او ښار جوړولو وزارت د مسکن، ودانیزو چارو او د زونونو د پراختیا معینیت محترم سرپرست مولوي روح الله احمدي او د دغه وزارت د ښاري چارو محترم مرستیال شیخ مدارعلي کریمي بامیاني له لوري د وزارت کار کوونکو ته وروپېژندل شول او په خپلو دفترونو کې یې چارې پیل کړې.        

د وزارت دواړو لوړ رتبه مسؤلینو تازه تعین شوو چارسمبالو ته لازمې سپارښتنې وکړې، تر څو ورسپارل شوې دندې د ا.ا.ا له اصولو او د ملي ګټو سره سم پر مخ یوسي.

هغوی هم په خپل وار د کور او ښار جوړولو وزارت له محترم سرپرست وزیر شیخ حمدالله نعماني مننه وکړه چې پر دوی یې باور وکړ او ژمنه یې وکړه چې ورسپارل شوې دندې به په پوره امانتدارۍ سرته رسوي.

_____________________

د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، فېسبوک، ټوېټر، ملګري او ویب سایټ له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️

WhatsApp:

https://chat.whatsapp.com/FnOgiA7hU1H3y1w3FrV0uh

Malgari:

https://www.malgari.com/?cache=1673066126#

 YouTube channel:

https://www.youtube.com/

Tel:

https://t.me/mudh_af

Web:

https://mudh.gov.af/dr

FB page:

https://www.facebook.com/profile.php?id=100087195086592

نښه: کابل، درېیم مکروریان، ازادۍ مطبعې او شش درک سړک ته مخامخ، ختیځ لورته د کور او ښار جوړولو وزارت.

ښاغلی مولوي حمدالله نعماني

 

۱ کال 7 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست
wazir-image-new

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱ - ۱۴:۸
Background image

په هرات کې د زیر کوه ولسوالۍ د اداري تعمیر له چارو څارنه وشوه

۱۴۴۶/۱۲/۲۵

د هرات ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس انجنیر عبدالله اکبري وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټيم د زیر کوه ولسوالۍ د اداري تعمیر له ودانیزو چارو څارنه وکړه.

ښاغلي. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱ - ۱۰:۴۵
Background image

په اسعد‌ اباد ښار کې د ښاري تخلفاتو مخنیوی وشو

۱۴۴۶/۱۲/۲۵

د کور او ښار جوړولو وزارت له ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست محترم رئیس مولوي عبدالمنان حقاني وایي،  د ښاري تخلفاتو د مخنیوي انجینري ټیم د اسعد‌آباد ښار د چنار ډبې په سیمه کې د. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱ - ۸:۵۴
Background image

د ننګرهار پوهنتون د مرکزي لیلې له رغنیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۶/۱۲/۲۵

د ننګرهار ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي محمد نبي سعیدي وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټيم د ننګرهار پوهنتون د لیلې د شپږو استوګنیزو بلاکونو له رغنیزو چارو. . .

BACK TO NEWS