د کور او ښار جوړولو وزارت خبرتیا!

org_admin
اطلاعیه

د کور او ښار جوړولو وزارت خبرتیا!

د کابل ښار په نهمه ناحیه کې د پنځم مکروریان استوګنیزه پروژه چې د کور او ښار جوړولو وزارت تر نظارت لاندې د ایوګار کالپ ساختماني شرکت له لوري تطبیق کېږي، د نوو او پخوانیو مشتریانو لپاره ځانګړی تخفیف وړاندې کوي:

۱ – هغه مخکیني مشتریان چې قسطونه پرې پاتې دي او یا هغه نوي مشتریان چې د دې خبرتیا له خپرېدا وروسته که په لومړۍ میاشت کې پاتې قسطونه تحویل کړي او یا خریداري وکړي، له څوارلس ۱۴ سلنې تخفیف څخه برخمن کېږي.

۲ – هغه نوي یا پخواني مشتریان چې د دې خبرتیا له خپرېدا وروسته په دوهمه میاشت کې قسطونه تحویل کړي او یا نوي خریداري وکړي، له نهه ۹ سلنې تخفیف څخه برخمن کېږي.

۳ – او هغه نوي یا پخواني مشتریان چې د دې خبرتیا له خپرېدا وروسته په درېیمه میاشت کې خریداري وکړي او یا پاتې قسطونه تحویل کړي، له څلور ۴ سلنې تخفیف څخه برخمن کېږي.

بناءً د دغې خبرتیا له خپرېدا وروسته دې هغه کسان چې قسطونه پرې پاتې دي، خپل قسطونه تحویل کړي او نوي کسان دې خریداري وکړي او له پورته ذکر شوي تخفیف څخه دې برخمن شي.

د تخفیف موده کمه ده او تر درې میاشتو دوام کوي.

البته هغه کسان چې قسطونه پرې پاتې دي، د دې خبرتیا له خپرېدا وروسته دې تر څلورو میاشتو خپل پاتې قسطونه تحویل کړي او د نه تحویلۍ په صورت کې راتلونکی مکلفیت هغه ته متوجه دی او بیا د شکایت حق هم نه لري.

1404/7/27   -----     1447/4/26

 

Latest announcements

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۴:۲۴
Background image

اطلاعيه! دتهيه مسكن دويم بلاك محترمو مشتركينو!

دتهيه مسكن بلاک ټولو درنو او محترمو مشتركينوته خبر وركول كېږي، چې د خپلو آپارتمانونود پاتې قسطونود تحويلي بهير د شرايطو سره سم چټك او منظم كولو په موخه، اړ دي چې ژر تر ژره د ياد وزارت د . . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۱۱:۵۲
Background image

اطلاعیه در مورد پرداخت قسط چهاردهم شهرک شیخ زاید

به اطلاع مشترکین محترم شهرک شیخ زاید رسانیده میشود؛ از اینکه در سال چهاردهم پروژه این شهرک رهایشی قرار داریم مشترکین شهرک مکلف اند در جریان سال مالی 1405 قسط چهاردهم خویش را تحویل بانک . . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۰ - ۱۱:۵۳
Background image

خبرتیا! د خپلو اپارتمانونو پاتې قسطونه اجرا کړئ

خبرتیا!

د خواجه رواش ښارګوټي، خوشحال مېنې ښارګوټي، د څلورم مکروریانو لس پوړیزه بلاکونو، تهیه مسکن، ګلبهار سنټر، د شیخ زاید ښارګوټي او د الشیخ (پیروزي) ښارګوټي محترمو مشترکینو!

د هغې . . .

Back to announcements

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

6 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت