د کور او ښار جوړولو وزارت تخنیکي ټیم، د کابل ښار په لسمه ناحیه کې د اریا ښارګوټي له وضعیت څارنه وکړه

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۱:۴
اریا ښارګوټی

۱۴۴۸/۲/۷

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت د کنټرول او د ښاري سرغړونو د مخنیوي محترم لوی ریاست اړوند، د ښاري تخلفاتو د مخنیوي محترم ریاست تخنیکي ټیمونو، د وزارت د مشرتابه د لارښوونې او د خپل منظم کاري پلان له مخې، د کابل ښار د لسمې ناحیې اړوند د آریا ښارګوټي له وضعیت څخه ساحوي څارنه وکړه.

د څارنې په بهیر کې، د ښارګوټي د ساحوي نقشې، سوداګریزو او استوګنیزو برخو، عامه تأسیساتو، د سړکونو شبکې، کانالیزاسیون او برېښنا شبکې وضعیت په هر اړخیز ډول و ارزول شو.

د څارنې پر مهال، اړین معلومات او تخنیکي اسناد راټول شول او د اریا ښارګوټي له منظور شویو نقشو او ښاري پلانونو څخه د احتمالي سرغړونو موارد ثبت شول.

په دغو مواردو کې، د استوګنیزو او سوداګریزو ساحو د کارولو غیرقانوني بدلون، د سړکونو بندول او په شنو ساحو کې د هټیو او رستورانتونو جوړول شامل دي.

د یادونې وړ ده، چې د دې څارنې بشپړ، مستند او تخنیکي راپور به د ټولو ارزونو له بشپړېدو وروسته د لازم تصمیم نیولو په موخه د کور او ښار جوړولو وزارت محترم مشرتابه ته وړاندې شي.

د دغو څارنو اساسي موخه، د ښاري پلانونو دقیق تطبیق، د ښاري سرغړونو او غیرمعیاري ودانیزې پراختیا مخنیوی، د ودانیز کیفیت لوړول، د ښاري نظم ټینګښت او د ښاري مدیریت پیاوړتیا ده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵
Background image

په کابل کې د سره میاشت ښارګوټي له غیرمجازو ودانیزو چارو څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیم د کابل ښار په پنځمه ناحیه کې د سره میاشت ښارګوټي له ودانیزو چارو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۹:۴۲
Background image

د سیرت النبي ﷺ د لومړۍ برخې له تدریس وروسته له کارکوونکو ازموینه واخیستل شوه

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د دعوت او ارشاد محترم ریاست د کلني پلان له مخې او د اسلامي امارت د دعوت او ارشاد د محترم عمومي ریاست د کتبي هدایت پر بنسټ، د وزارت ټولو مرکزي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۹:۲۰
Background image

په نوي کابل ښار کې د ۲.۱ برخې تفصیلي پلان منظور شو

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني له لوري، د نوي کابل ښار د لومړي فاز د ۲.۱ برخې تفصیلي پلان منظور شو.

د دغه پلان د منظورۍ چارې د محترم. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

10 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت