د کور او ښار جوړولو وزارت انجنیرانو ته د ښوونیز سیمینار تصدیق پاڼې وویشل شوې

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۷/۲۵ - ۱۵:۱۶
picture

1444/3/21

د کور او ښار جوړولو وزارت  د همغږۍ د مسؤلینو لخوا هغو انجنیرانو ته تصديق پاڼې وویشل شوې، چې د چین هېواد لخوا په انلاین ډول د (18) ورځو لپاره د یاد وزارت انجنیرانو ته په لاره اچول شوی و.

محترم سید عبدالحق رحمتیار د کور او ښار جوړولو وزارت د دفتر رئیس د تصدیق پاڼو د ویش په غونډه کې یې ګډون کړی و وویل چې یاد سیمینار د دې وزارت انجنیرانو لپاره ډیر ګټور دی  او هیله یې وښوده چې په کاري حوزه کې به لا ښه والی راشي.

د دې سیمینار همغږي کونکي محترم صدیقي وویل چې په دې سیمینار کې د ښاري زیربنا په برخه کې په لوړه کچه زده کړې ور کړل شوي چې عملاً د کور او ښار جوړولو وزارت د انجنیرانو د وړتیا لپاره ډیر ګټور دی.

عمدارنګه  د دې وزارت د ظرفیت لوړونې مسؤل محترم پښتون مراد وویل چې په دې سیمینار کې په لوړه کچه زده کړې ور کړل شوي او د دې سیمینار د ګډونکو یې وغوښتل چې په دې برخه کې خپلو نورو همکارانو ته هم لارښونه وکړي تر څو له کم وخت نه ډیره ګټه پورته شي.

همدارنګه د دې سیمینار ګډون کونکي وویل چې یاد سیمینار د ښاري زیربنا برخه کې د دوی لپاره ډیر ګټور و.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۵:۲۰
Background image

په نوي کابل ښار کې د ۱۸ کیلومتره متوسط ولتاژ برېښنايي فیدر د مسیر تخنیکي ارزونه ترسره شوه

۱۴۴۸/۴/۱۵

د کور او ښار جوړولو وزارت د نوي کابل ښار د پراختیاعمومي ریاست تخنیکي ټیم، د افغانستان برېښنا شرکت له مسؤلینو سره په همغږۍ، د نوي کابل ښار په محدوده کې د ۱۸ کیلومتره متوسط. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۴:۵۰
Background image

د لابراتوار ریاست تخنیکي ټیم د بېلابېلو ساختماني پروژو له چارو څارنه وکړه

۱۴۴۸/۴/۱۵

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت کنټرول او ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د لابراتوار ریاست تخنیکي ټیم د پلازمېنې په بېلابېلو برخو کې د یو شمېر ساختماني پروژو له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۲:۳
Background image

د کابل ښار په یوولسمه ناحیه کې د ودانیزو چارو او شنو ساحو څخه نظارت ترسره شو

۱۴۴۸/۴/۱۵

د کور او ښار جوړولو وزارت د کنتروول، کیفیت او د ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونود مخنیوي ریاست تخنیکي ټيم له لوري د پخوانیو نظارتونو په تعقیب، د کاري. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت