د کابل ښار کې د یو سړک له ودانیزو چارو څارنه وشوه

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۸:۵۴
کابل

۱۴۴۶/۱۲/۸

د کور او ښار جوړولو وزارت له ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست محترم رئیس مولوي عبدالمنان حقاني وایي، د ریاست اړوند تخنیکي ټیم یې د کابل ښار په ۱۵مه ناحیه کې د سلولاین سړک د ودانیزو چارو له بهیر لیدنه او تخنیکي ارزونه وکړه.

ښاغلی مولوي حقاني وایي، یاد سړک له شهید هنگرها څلور لارې تر تایمني پنځم سړک پورې غځېدلی دی، چې دوی یې تخنیکي ارزونه وکړه.

نوموړی وایي، د ارزونې پّ مهال معلومه شوه، چې ځینې سرغړونې شته او نیمګړتیاوې رامنځته شوي دي.

د ترافیکي نښو نشتوالی، په ګولایو کې د خبرداري نښو نشتوالی، د اوبو د تخلیې کانالونو نه خوندیتوب، د مسافرو لپاره د تم ځای سرپناه نشتوالی، د پلي لارو بندوالی، او داسې نور هغه څه دي چې سرغړونې او نیمګړتیاوې بلل کېږي او په یاد سړک کې یې عیبونه پیدا کړي دي.

ښاغلی مولوي عبدالمنان حقاني وایي، تخنیکي پلاوي یې سپارښتنې کړي، چې یادې نیمګړتیاوې دې ژر تر ژره د اړوندو ادارو له خوا حل شي، څو د خلکو ژوند، تګ راتګ، ترافیکي نظم او ښاري ښکلا خوندي وساتل شي.

د کور او ښار جوړولو وزارت د اسلامي امارت د اصولو او ملي ښاري معیارونو له مخې، خپلو نظارتي هڅو ته دوام ورکوي.

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

2 اونی 4 ورځې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست
د کور او ښار جوړولو وزارت

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۶ - ۱۲:۲۰
Background image

په بدخشان کې د یوسوداګریز مارکېټ له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۲/۱۳

د بدخشان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي ولي الله الهي وایي، د د ډې ریاست اړوند تخنیکي ټيم د بهارک ښاروالۍ اړوند د سوداګریز مارکېټ ودانیزې چارې و څارلې.

ښا. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۶ - ۱۰:۳۷
Background image

په فاریاب ولایت کې د مسجد د اعمار له چارو څخه نظارت وشو

۱۴۴۷/۰۲/۱۳

د فاریاب ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس الحاج مولوي خالمیرزا ذوالفقار وایي، د یاد ریاست له تخنیکي ټیم سره یو ځای، د عامې روغتیا ریاست اړوند د مسجد شریف د اعمار. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۶ - ۱۰:۱۸
Background image

ارزګان ولایت کې د ښاري تخلفاتو د مخنیوي په موخه عامه پوهاوی ترسره شو

۱۴۴۷/۲/۱۳

د کور او ښار جوړولو وزارت، له ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست محترم رئیس مولوي عبدالمنان حقاني وایي، د ریاست اړوند تخنیکي او مسلکي ټیم یې د ارزګان ولایت په مرکز ترینکوټ ښار کې،. . .

BACK TO NEWS