د کابل ښار د ودانیو څخه د ښاري سرغړونو نظارت ترسره شو

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۵ - ۱۰:۱۸
کابل

۱۴۴۷/۰۷/۱۵

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي د عمومي ریاست د لارښوونې له مخې، د ښاري سرغړونو ته د رسېدنې او د پروژو د تطبیق د نظارت ریاست تخنیکي او عامه پوهاوي ټیمونو د کابل ښار له هغو ودانیو څخه چې اوس جوړېږي، نظارت ترسره کړ.

یاد نظارت د کابل ښار د لسمې ناحیې په بېلابېلو سیمو لکه شهرنو، قلعه فتح‌الله او تایمني کې ترسره شو. د نظارت پر مهال ځینې ودانیزې پروژې وڅېړل شوې او د اړوندو پروژو له مالکینو وغوښتل شول تر څو خپل رسمي اسناد او د ودانیزو چارو جوازونه د ښاري سرغړونو ته د رسېدنې ریاست ته وسپاري، څو موضوع تر څېړنې لاندې ونیول شي.

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي د عمومي ریاست له لوري، د ښارونو د منظم پرمختګ او د منظورو ښاري پلانونو د څارنې په موخه، د کابل ښار په بېلابېلو ناحیو کې د ودانیو څخه دوامدار نظارت ترسره کېږي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۵
Background image

د کابل ښار په ۱۱مه ناحیه کې د ودانیو د ساختماني چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۱۰

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت، کنټرول او ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخینوي ریاست تخنیکي ټيم، د خپلو کاري پلانونو له مخې او د تېرو څارنو په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۴
Background image

لوګر کې د استوګنیز ښارګوټي د توپوګرافي سروې چارې پیل شوې

۱۴۴۸/۴/۱۰

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ‌ای‌اس ریاست تخنیکي ټیم د لوګر ولایت په مرکز کې د اشنفور په کلي کې د یوه استوګنیز ښارګوټي د توپوګرافي سروې چارې د پلان د ترتیب په موخه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۰:۵۰
Background image

د کابل ولایت د موسهي ولسوالۍ د پراختیايي پلان له ساحو څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۱۰

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت، کنټرول او ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست د ولسوالیو د ښاري پراختیايي پلانونو د څارنې آمریت د وزارت د. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

10 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت