د کابل ولایت د مهاجرینو د ښارګوټي تفصیلي پلان منظور شو

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۳ - ۱۱:۹
پلان شهرک مهاجرین کابل ویزه شد

۱۴۴۷/۶/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني په خپل کاري دفتر کې، د کابل ولایت د مهاجرینو د ښارګوټي اړوند تفصیلي پلان لاسلیک او منظور کړ.

د دغه وزارت د ښاري چارو محترم مرستیال شیخ مدارعلي کریمي بامیاني وایي، یاد پلان د ارغندې په ساحه کې د ۱۱۳۸ جریبه مساحت ځمکې لپاره جوړ شوی چې ۱۲۱۵ استوګنیزې نمرې به ولري.

د معلوماتو له مخې، په ښارګوټي کې به د استوګنې ترڅنګ د عامه خدماتو بنسټیز تأسیسات لکه منظم سړکونه، برېښنا، د پاکو اوبو شبکې، فاضلاب سیستم، ښوونځي، درملتونونه، روغتیايي مرکزونه، جوماتونه او شنې ساحې هم په پام کې ونیول شي، تر څو د مېشتېدونکو لپاره د معیاري ژوند اسانتیاوې برابرې شي.

د کور او ښار جوړولو وزارت چارواکي ټینګار کوي چې د پلان منظورول د بېرته راستنېدونکو د ژوند د ثبات او د هغوی د اساسي اړتیاوو د پوره کولو په لور مهم ګام دی.

د دوی په وینا، د ښارګوټي تفصیلي نقشه د انجینري معیارونو پر بنسټ جوړه شوې او هڅه کېږي چې د پروژې عملي چارې په وخت سره پیل او بشپړې شي.

دا چاره د هغو زرګونو کورنیو لپاره د امید څرک ګڼل کېږي چې له کلونو راهیسې د مناسب استوګنځای له نشتوالي سره مخامخ دي.

تمه کېږي چې د ښارګوټي د جوړېدو له پیل سره به په سیمه کې د کار فرصتونه هم زیات شي او د خلکو اقتصادي وضعیت به د پام وړ ښه شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۱ - ۱۵:۳۴
Background image

د مهاجرینو په ښارګوټو کې د اوبو او نورو ټولګټو پروژو پر عملي کولو خبرې وشوې

۱۴۴۷/۶/۱۱

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني په مشرۍ، اړمنو مهاجرو کورنیو ته د ځمکو د وېش هیئت خپله نوبتي ناسته وکړه او پر یو شمېر مهمو مواردو یې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۱ - ۱۵:۱
Background image

د شیخ زاید ښارګوټي د مسجد شریف د جوړولو تخنیکي اسناد بشپړ شول

۱۴۴۷/۰۶/۱۱

د کور او ښار جوړولو وزارت د مسکن، ودانیزو چارو او د برنامو د پراختیا د معینیت د محترم مرستیال الحاج مولوي ګل زرین صابر تر چتر لاندې د برنامو د انسجام ریاست مسئولین وايي چې د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۱ - ۱۱:۴۶
Background image

کونړ کې زلزله ځپلو ته د نورو کورونو د جوړولو چارې هم پیل شوې

۱۴۴۷/۶/۱۱

کونړ کې د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي نبي الله طلحه وایي، په دې ولایت کې د زلزله ځپلو کورنیو لپاره د لس بابه نورو کورونو د جوړولو چارې هم پیل شوې.

ښاغلی مولوي. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

۱ میاشت ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت