د کابل–بګرام د عمومي او اساسي سړک د ودانیزو چارو تخنیکي څارنه ترسره شوه

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۹ - ۱۲:۲۴
kabul bagram

۱۴۴۸/۲/۲۶

د کور او ښار جوړولو وزارت، د نوي کابل ښار د پراختیا عمومي ریاست اړوند تخنیکي او مسلکي ټیم د کابل–بګرام د عمومي او اساسي سړک د ودانیزو چارو له روان بهیر څخه تخنیکي څارنه ترسره کړه.

د تخنیکي څارنې پر مهال څرګنده شوه، چې د پروژې په بېلابېلو کاري برخو کې چارې د منظور شوي تخنیکي پلان او ټاکلي مهالوېش له مخې په منظم ډول روانې دي.

 په دې لړ کې د طبیعي بستر (NGC) د هوارۍ (کمپکشن)، بنسټیزه طبقه (بیس کورس) د لومړۍ او دوهمې طبقې د هوارولو او ټینګولو، او همدارنګه د فرعي بنسټ (سب ‌بیس) د لومړۍ او دوهمې طبقې د اچولو، او هوارولو چارې په بېلابېلو کاري ساحو کې دوام لري.

همدارنګه، د لومړي پلچک په لوېدیځ لوري کې د سلب د قالب تړلو او سیخ‌ تړلو چارې روانې دي. د پنځم پلچک په لوېدیځ لوري کې د استنادي دېوال د ډبرو اېښودلو چارې بشپړې شوې او په ختیځ لوري کې یې د تهداب کیندنې بهیر دوام لري.

ورسره هم‌مهاله، د سړک په ختیځ لوري کې په څو ساحو کې د کیندنې چارې، او د سړک په دواړو غاړو کې د دوکانونو او مارکېټونو د خنډونو لرې کول د مالکانو له لوري روان دي. همداراز، د برېښنا شرکت د خپلو تخنیکي کارکوونکو په همغږۍ د برېښنا د پایو د تهدابونو د کیندنې چارې پر مخ وړي.

د نوي کابل ښار د پراختیا ریاست اړوند تخنیکي ټیم وایي، چې د پروژې ټولې چارې د منظور شوو تخنیکي معیارونو او کیفیتي اصولو له مخې پرمخ روانې دي او هڅه کېږي، څو پروژه په ټاکلي وخت بشپړه او د ګټې اخیستنې لپاره چمتو شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۲:۵۴
Background image

د بېلابېلو ساختماني پروژو له لابراتواري او ساختماني چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۲۵

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت د کنټرول او ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د لابراتوار ریاست تخنیکي ټیم، د کابل ښار په بېلابېلو ساختماني پروژو کې د روانو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۰:۱۳
Background image

په ارزګان ولایتي روغتون کې د بیړنۍ او جدي پاملرنې څانګو له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۲۵

د ارزګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د مقام په هدایت، د دغه ریاست مسلکي ټيم د ارزګان ولایتي روغتون د بیړنۍ او جدي پاملرنې څانګو له ساختماني چارو څخه د کار د کیفیت او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۹:۵۴
Background image

په روداتو کې د مهاجرینو ښارګوټي د خط‌ اچونې او نمره ‌بندۍ چارې روانې دي

۱۴۴۸/۴/۲۵

د ننګرهار ولایت د روداتو ولسوالۍ اړوند د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله د مهاجرینو ښارګوټي د خط‌ اچونې او نمره‌ بندۍ چارې په چټکۍ سره روانې دي، چې ورسره شاوخوا ۴۰ تنو. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې ۱ اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت