د ښار جوړولو او ځمکو وزارت له یو شمېر هېوادوالو سره وکتل
د ښارجوړولو او ځمکو وزارت سرپرست ښاغلي مولوي حمد الله نعماني د خپل کار په دوام کې له هغه هېوادوالو سره وکتل او خبرې یې وکړې چې په بیلا بیلو برخو کې یې ستونزې او وړاندیزونه درلودل.
په دغه لیدنه کې راغلو هېوادوالو خپلې غوښتنې او وړاندیزونه له وزیر صاحب سره شریک کړل او د حل برخه کې یې ترې د همکارۍ غوښتنه وکړه.
د ښارجوړولو او ځمکو وزارت ښاغلي وزیر مولوي حمد الله نعماني د ولس او امارت ترمنځ په کلکې همکارۍ او ملاتړ ټینګار وکړ او هېوادوالو ته یې ډاډ ورکړ چې ستونزو ته به یې رسېدنه کېږي.
ښاغلي نعماني مسؤلینو ته لازمې لارښوونې وکړي چې د ټول هېواد په کچه د وزارت اړوند چارې چټکې پر مخ یوسي او دغه برخه کې د خلکو غوښتنو او ستونزو ته پر وخت ځواب ووایي.
