د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د تخنیکي بورډ غونډه جوړه شوه

ناپیژنده (not verified)
یکشنبه ۱۴۰۱/۵/۳۰ - ۱۵:۵۶
عکس

23/01/1444

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د تخنیکي بورډ څلورمه غونډه د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د سرپرست محترم مولوي حمدالله نعماني په مشرۍ د دغه وزارت د رئیسانو، آمرینو او د پروژو مسؤلینو په ګډون جوړه شو

په دې تخنیکي ناسته کې د خواجه رواش ښارګوټي د استوګنې د بلاکونو د جوړولو پروژې د ستونزو د حل په اړه خبرې وشوې.

په هېواد کې د هستوګنې کمپلکسونو (دولتي، نیمه دولتي او خصوصي) او د کابل په نوي ښار کې د خاور ښارګوټي د فعالیت د اجازې په اړه خبرې وشوې.

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست مولوي حمدالله نعماني د ښارګوټي د درېیو هستوګنې بلاکونو د معلوماتو د بشپړولو او د ستونزو د څېړلو او همدا راز په مرکز او ولایتونو کې د ښارګوټو په اړه د اړتیا وړ معلوماتو د راټولولو په موخه کاري کمېټې وګمارلي.

همدارنګه په یو شمېر ولایتونو کې د استوګنې سیمو په سوداګریزو سیمو د بدلولو او د فیس د ورکړې د ستونزې د حل په موخه د ښاري پروژو پلان جوړونه او ترمیم د دې غونډې له نورو موضوعاتو څخه وو چې بحث او خبرې اترې پرې وشوې.

په یاده ناسته کې بورډ ته دنده وسپارل شوه چې د ښاري پروژو پلان کولو او ترمیم لپاره د فیس بل بیاکتنه وکړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۵:۲۰
Background image

په نوي کابل ښار کې د ۱۸ کیلومتره متوسط ولتاژ برېښنايي فیدر د مسیر تخنیکي ارزونه ترسره شوه

۱۴۴۸/۴/۱۵

د کور او ښار جوړولو وزارت د نوي کابل ښار د پراختیاعمومي ریاست تخنیکي ټیم، د افغانستان برېښنا شرکت له مسؤلینو سره په همغږۍ، د نوي کابل ښار په محدوده کې د ۱۸ کیلومتره متوسط. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۴:۵۰
Background image

د لابراتوار ریاست تخنیکي ټیم د بېلابېلو ساختماني پروژو له چارو څارنه وکړه

۱۴۴۸/۴/۱۵

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت کنټرول او ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د لابراتوار ریاست تخنیکي ټیم د پلازمېنې په بېلابېلو برخو کې د یو شمېر ساختماني پروژو له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۲:۳
Background image

د کابل ښار په یوولسمه ناحیه کې د ودانیزو چارو او شنو ساحو څخه نظارت ترسره شو

۱۴۴۸/۴/۱۵

د کور او ښار جوړولو وزارت د کنتروول، کیفیت او د ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونود مخنیوي ریاست تخنیکي ټيم له لوري د پخوانیو نظارتونو په تعقیب، د کاري. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت