د ښار جوړولو او ځمکو سرپرست وزیر په ننګرهار ولایت کې د نیمه کاره پاتې پروژو څخه لیدنه وکړه

ناپیژنده (not verified)
یکشنبه ۱۴۰۱/۶/۱۳ - ۱۱:۴۴
تصویر

۱۴۴۴/۲/۷

د ښار جوړولو او ځمکو محترم سرپرست وزیر مولوي حمدالله نعماني د یوه تخنیکي او مسلکي ټیم په ملتیا ننګرهار ولایت ته سفر وکړ او هلته یې په جلال اباد ښار کې د مکروریانو پروژې له نیمه کاره چارو چې په شاوخوا (۳۰۰) درې سوه جریبه ځمکه کې (۶۰) بلاکونه جوړېږي، په قاسم اباد کې د غالیو اوبدلو صنعتي او استوګنیزې پروژې او د استادانو استوګنیزې پروژې له وضعیت ارزونه وکړه.

په جلال اباد کې د مکروریانو پروژه په (۱۳۹۳) کال کې پیل شوې وه، چې د بېلا بېلو لاملونو له کبله یې چارې په ټپه درېدلي دي.

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت محترم سرپرست وزیر مولوي حمدالله نعماني په مشرۍ تللي ټیم د یادو پروژو او هلته د شته نورو ټولګتو پروژو په اړه تخنیکي، مالي، حقوقي او ټولنیزه ارزونه وکړه او هغه لاملونه یې په ګوته کړل، چې له امله یې په ننګرهار کې شته ټولګټې پروژې په ټپه ولاړې دي.

ښاغلي وزیر مولوي حمدالله نعماني وویل، د یادو پروژو په بیا پیلېدو سره به لسګونه کسانو ته د کار کولو زمینه برابره شي، د بې سرپناه خلکو د سرپناه نشتون ستونزه به حل شي، د فقر کچه به راکمه شي او ورسره به هر اړخیزه وده او پیاوړتیا رامنځته شي.

نوموړي زیاته کړه، په ننګرهار کې خلک سرپناه ته اړتیا لري او د غالیو اوبدلو صنعتي او استوګنیز ښارګوټي په فعالیت سره به خصوصي سکتور هم وده وکړي.

دمګړۍ په ننګرهار ولایت کې (۳۶) ښارګوټي دي چې چارې یې تر ډېره رسېدلي، خو په ټپه ولاړې پاتې دي.

وزیر مولوي نعماني، د یادو پروژو اړوندو مسؤلینو ته لازمې لارښوونې وکړې او سپارښتنه یې وکړه چې د پروژو اړوندې ټولې لومړنۍ چارې دې ژر تر ژره حل او عملي کار ته دې چمتوالی ونیول شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۱۲:۲۸
Background image

د کور او ښار جوړولو وزیر په کابل کې له یو شمېر قطریانو سره وکتل

۱۴۴۷/۶/۱۳

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، په خپل کاري دفتر کې د قطر هېواد د الغرافة خیریه بنسټ له لوړپوړو مسؤلینو سره وکتل.

دواړو لوریو په دغه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۱۱:۴۶
Background image

په ارزګان کې د سړک د غاړې د ویالو جوړولو له چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۶/۱۳

د ارزګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي روح الله ابو احمد وايي، د دغه ریاست تخنیکي ټیم د ترینکوټ ښار د څلورمې ناحیې اړوند د کندهار ـ ارزګان عمومي سړک د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۱۱:۱۹
Background image

د لوګر په خوښۍ ولسوالۍ کې د ترانسپورت ترمینل او د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د جوړېدو لپاره ځمکه تثبیت شوه

۱۴۴۷/۶/۱۳

لوګر ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي مطیع الله زاهد وایي، د ریاست اړوند تخنیکي ټیم یې د دغه ولایت په خوښۍ ولسوالۍ کې د ترانسپورت ترمینل او د احصایې او. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

۱ میاشت ۱ اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت