د پکتیا ولایت په صالوخېل سیمه کې د سړک خط‌ اچولو چارې پیل شوې

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۹ - ۱۰:۱
پکتیا

۱۴۴۶/۱۱/۲۱

د منظمې ښاري ودې او پراختیا په موخه، د کور او ښار جوړولو وزارت اړوند د سروې او جي ای ایس ریاست تخنیکي ټيم د پکتیا ولایت د صالوخېل په سیمه کې د سړک د خط اچولو چارې رسماً پیل کړې.

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ای ایس ریاست محترم رئیس حافظ انجنیر محمد یوسف لطیف وایې، یاده پروژه د ۱.۵ کیلومتره اوږد سړک مسیر رانغاړي، چې د ښاري پراختیا لپاره یو مهم ګام بلل کېږي.

ښاغلی انجنیر لطیف وایې، خط‌ اچول، د سړک دقیق موقعیت، پلنوالی، حدود او جوړښت وضاحت ورکوي، تر څو راتلونکې ساختماني چارې په معیاري بڼه پرمخ ولاړې شي.

دا اقدام د پلان د تطبیق یوه حیاتي مرحله ده، چې له مخې به یې د سړکونو شبکې تنظیم، د ترافیکو جریان منظم، او خلکو ته اسانتیاوې برابرې شي.

د سروې اوجي ای ایس ریاست ډاډ ورکوي چې دا تخنیکي بهیر به د نړیوالو معیارونو مطابق، د دقیقو وسایلو په کارولو او د متخصصو انجنیرانو تر څار لاندې ترسره شي.

د کور او ښار جوړولو وزارت ژمن دی، چې د هېواد په ټولو ولایتونو کې به ښاري پراختیا ته پاملرنه وشي، او د بیارغونې دا بهیر به په پوره شفافیت او کیفیت سره مخته یوسي

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

2 اونی 4 ورځې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست
د کور او ښار جوړولو وزارت

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۶ - ۱۲:۲۰
Background image

په بدخشان کې د یوسوداګریز مارکېټ له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۲/۱۳

د بدخشان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي ولي الله الهي وایي، د د ډې ریاست اړوند تخنیکي ټيم د بهارک ښاروالۍ اړوند د سوداګریز مارکېټ ودانیزې چارې و څارلې.

ښا. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۶ - ۱۰:۳۷
Background image

په فاریاب ولایت کې د مسجد د اعمار له چارو څخه نظارت وشو

۱۴۴۷/۰۲/۱۳

د فاریاب ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس الحاج مولوي خالمیرزا ذوالفقار وایي، د یاد ریاست له تخنیکي ټیم سره یو ځای، د عامې روغتیا ریاست اړوند د مسجد شریف د اعمار. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۶ - ۱۰:۱۸
Background image

ارزګان ولایت کې د ښاري تخلفاتو د مخنیوي په موخه عامه پوهاوی ترسره شو

۱۴۴۷/۲/۱۳

د کور او ښار جوړولو وزارت، له ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست محترم رئیس مولوي عبدالمنان حقاني وایي، د ریاست اړوند تخنیکي او مسلکي ټیم یې د ارزګان ولایت په مرکز ترینکوټ ښار کې،. . .

BACK TO NEWS