د پنجشېر ولايت عامه کتابتون لپاره ودانۍ ورغول شوه

ناپیژنده (not verified)
یکشنبه ۱۳۹۹/۱/۳ - ۱۲:۴۸
پنجشېر

ښار جوړولو او ځمکو وزارت د ثبات تحکيم ملي برنامې له لارې د پنجشېر ولايت د عامه کتابتون لپاره د ودانۍ جوړولو چارې بشپړې کړې او ګټې اخېستنې ته يې سپارلې ده.

دا ودانۍ په ۹۵۹ متر مربع ځمکه کې په يو پوړيز ډول چې يوه د مطالعې خونه، د غونډو يو تالار، شپږ کاري دفترونه او لس عصري تشنابونه لري، د دولت له انکشافي بوديجې څخه په ۲۳ ميليونه ۷۴۶ زره افغانيو رغول شوې ده.

د دې پروژې په پلي کېدو سره به په پنجشېر ولايت کې د زده‌کوونکو او محصلينو هغه ستونزې هوارې شي چې د کتابتون د نه‌شتون له امله ورسره مخ وو.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵
Background image

په کابل کې د سره میاشت ښارګوټي له غیرمجازو ودانیزو چارو څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیم د کابل ښار په پنځمه ناحیه کې د سره میاشت ښارګوټي له ودانیزو چارو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۹:۴۲
Background image

د سیرت النبي ﷺ د لومړۍ برخې له تدریس وروسته له کارکوونکو ازموینه واخیستل شوه

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د دعوت او ارشاد محترم ریاست د کلني پلان له مخې او د اسلامي امارت د دعوت او ارشاد د محترم عمومي ریاست د کتبي هدایت پر بنسټ، د وزارت ټولو مرکزي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۹:۲۰
Background image

په نوي کابل ښار کې د ۲.۱ برخې تفصیلي پلان منظور شو

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني له لوري، د نوي کابل ښار د لومړي فاز د ۲.۱ برخې تفصیلي پلان منظور شو.

د دغه پلان د منظورۍ چارې د محترم. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

10 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت