د پانګوالو سره د ساختمان په برخه کې هر ډول همکارۍ ته چمتو یو

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۱ - ۱۲:۴
معینیت مسکن

۱۴۴۶/۱۱/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د مسکن، ساختماني چارو او د برنامو د پراختیا محترم مرستیال الحاج محمد اسماعیل فائز په خيل کاري دفتر کې د ابن سینا څیړنیزې موسسې له مشر محترم غلام سخي حسن زاده سره وکتل.

په ناسته کې، د ابن سینا موسسې مشر وویل، افغانستان باید اقتصادي خپلواکي ولري چې دې برخې ته د رسیدو لپاره باید د بیخ بنا د پراختیا لپاره کار وشي.

نوموړي وویل، د روغتیا، کرنې، اوبو او انرژۍ، ترانسپورټ او دې ته ورته نورو برخو کې ډیر کار ته اړتیا ده، هیله یې وښوده چې د کور او ښار جوړولو وزارت دې د دې پروژو په برخه کې د دې موسسې سره مرسته وکړي.

همدراز د مسکن، ساختماني چارو او د برنامو د پراختیا محترم مرستیال الحاج محمد اساعیل فائز وویل، په ټول هېواد کې امنیت ټینګ دی، ټول کورني او بهرني پانګوال کولي شي چې په مختلفو برخو کې پانکونه وکړي چې موږ هر ډول همکارۍ ته چمتو یو.

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

3 اونی ۱ ورځ ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست
د کور او ښار جوړولو وزارت

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۲ - ۱۵:۵۶
Background image

د استوګنې په برخه کې د پانګونې پر فرصتونو خبرې وشوې

1447/02/19

د کور او ښار جوړولو وزارت د مسکن، ودانیزو چارو او برنامو د پراختیا معین، محترم مولوي گل‌زرین صابر، د پاکستاني پانګوالې کمپنۍ (اچ ار ال) له مسؤلینو سره د افغانستان په ځانګړې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۲ - ۱۳:۲۸
Background image

فراه کې د مهاجرینو ښارګوټي تفصیلي پلان ترتیب شو

۱۴۴۷/۰۲/۱۹

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي‌ ای ‌ایس ریاست محترم رئیس انجنیر الحافظ محمد یوسف لطیف وایي، چې د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم د فراه ولایت د مهاجرینو ښارګوټي تفصیلي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۲ - ۱۰:۴۸
Background image

هرات کې د دولتي ادارو د برېښنا لګښت او د سولري سیستم د نصب ساحې د معلومولو سروې ترسره شوه

1447/02/19

د هرات ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس انجنیر عبدالله اکبري وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټيم د اداري کمپلکس په اړوند، د برېښنا لګښتونو د ارزونې او د سولري سیستم. . .

BACK TO NEWS