د هېواد په کچه غصب شوې ځمکې له پیژندلو وروسته بیرته راګرځول کیږي
۱۴۴۴/۰۴/۲۷
په ډیرو ولایتونو کې د غصب شوو ځمکو په تړاو جوړې شوې تخنیکي کمېټو خپل کار پیل کړی، چې غصب شوې ځمکې به له پېژندلو وروسته بیرته راګرځوي.
د کور او ښار جوړولو وزارت ټول ولایتي ریاستونو هم د دې کمېټې استازولي کوي.
په تېر کې غاصبینو له فرصت نه په ګټې اخستنې، ډیرې دولتي ځمکې غصب کړې وې او تر اوسه یې هڅه کوله چې غصب شوې ځمکې په خپل واک کې ونیسي.
د ا.ا.ا لخوا د غصب شویو ځمکو د بیرته راګرځیدو لپاره تخنیکي کمیټه خپل اړوند اقدمات په ډیرې تیزۍ سره ترسره کوي.
د یادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم د کور او ښار جوړولو وزارت لخوا د غاصبینو څخه ډیرې غصب شوې ځمکې بېرته راګرځولي چې د دې وزارت اړوند ولایتي انجنیرانو ته دنده سپارل شوې، څو یادې ځمکې له تخنیکي پلوه لکه سکیچ او کروکي برخو کې هڅې ګړندۍ کړي.
