د هرات د اراضۍ ریاست د قبالې ودانۍ رغنیزې چارې دوام لري

ناپیژنده (not verified)
چهارشنبه ۱۳۹۹/۶/۲۶ - ۷:۵۸
هرات

ښارجوړولو او ځمکو وزارت د هرات ښار په اتمه ناحیه کې د دشت ګذرکاه سیمه کې د دې ولایت د اراضۍ ریاست د قبالې ودانې رغنیزې چارې تر کار لاندې لري چې ودانیز کارونه یې ۶۰ سلنه بشپړ شوي دي.

دا ودانۍ په ۱۰۰۰ متر مربع ځمکه کې په څلورو پوړونو د ۹۷ میلیونه او ۴۰۰ زره افغانیو په ارزښت د ښارجوړولو او ځمکو وزارت له پراختیايي بودیجې جوړیږي.

د ټولګټو پروژو تطبیق په موخه له دولتي ملکیتونو معقوله او ګټوره استفاده د ښارجوړولو او ځمکو وزارت کار لومړیتوب دی او دا وزارت د حکومت پراختیايي او اقتصادي پلان جوړونې او د پالیسیو تطبیق برخه کې لوړ ګامونه پورته کړي دي.

###

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۲ - ۱۰:۱۶
Background image

د غور ولایت په فیروزکوه ولسوالۍ کې د تیغ زلزله اړوند توپوګرافي سروی پیل شوه

۱۴۴۷/۶/۱۲

د کور او ښار جوړولو وزارت، د سروې او جي ای ایس ریاست محترم رئیس حافظ انجنیر محمد یوسف لطیف وایي، د ریاست اړوند تخنیکي ټیم یې د غور ولایت په فیروزکوه ولسوالۍ کې د تیغ زلزله په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۱ - ۱۵:۳۴
Background image

د مهاجرینو په ښارګوټو کې د اوبو او نورو ټولګټو پروژو پر عملي کولو خبرې وشوې

۱۴۴۷/۶/۱۱

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني په مشرۍ، اړمنو مهاجرو کورنیو ته د ځمکو د وېش هیئت خپله نوبتي ناسته وکړه او پر یو شمېر مهمو مواردو یې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۱ - ۱۵:۱
Background image

د شیخ زاید ښارګوټي د مسجد شریف د جوړولو تخنیکي اسناد بشپړ شول

۱۴۴۷/۰۶/۱۱

د کور او ښار جوړولو وزارت د مسکن، ودانیزو چارو او د برنامو د پراختیا د معینیت د محترم مرستیال الحاج مولوي ګل زرین صابر تر چتر لاندې د برنامو د انسجام ریاست مسئولین وايي چې د. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

۱ میاشت ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت