د ننګرهار ولایت په جلال اباد ښار کې غیر قانوني ابادي شوې

۱۴۴۷/۳/۲۹
د ودانیزو چارو د پیلولو په مهال د کور او ښار جوړولو وزارت پلانونه په پام کې نیول، هغه څه دي چې تل پرې دغه وزارت ټینګار کوي.
د کور او ښار جوړولو وزارت، له ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست محترم رئیس مولوي عبدالمنان حقاني وایي، په ننګرهار ولایت کې د ښاري سرغړونو د مخنیوي په موخه ګمارل شوي تخنیکي ټیم یې د دغه ولایت په جلال اباد ښار کې ښاري تخلفات په نښه کړي دي.
ښاغلی مولوي حقاني وایي، یاد ټیم یې په ننګرهار کې د کور او ښار جوړولو ریاست د محترم رئیس قاري مولوي محمد نبي سعيدي په هدایت د جلال اباد ښار د پنځمې ناحیې څخه نظارت ترسره کړ.
نوموړی وایي، د څارنې په مهال معلومه شوه، چې د يادې ناحيې اړوند په یوه استوګنیزه نمره کې یو کس غوښتل چې سوداګریز ځای جوړکړي.
دوی وایي، یاده چاره د پلان خلاف عمل دی، چې له مخې یې ښاري بې نظمي رامنځته کېږي او هېوادوالو ته سرخوږی جوړوي.
محترم مولوي عبدالمنان حقاني وایي، د اړوند ټیم له لوري یې د نمرې مالک ته پوهاوی ورکړل شو، چې خپلې چارې د پلان مطابق ترسره کړي او سرغړونه، ونه کړي.
د کور او ښار جوړولو وزارت هڅې پیل کړي، چې په افغانستان کې ټول ښارونه باید په اصولو برابر شي او هغه امتیازات چې د نورې نړۍ ښارونه یې لري په تدریجي ډول دلته هم رامنځته شي.