د میدان وردګ ترانسپورټي ترمینل له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۱/۱۸
د کور او ښار جوړولو وزارت د صنعتي او اقتصادي زونونو د پراختیا ریاست رئیس الحاج محمد مسعود د دې ریاست له تخنیکي ټيم سره یو ځای، د میدان وردګ ولایت د ترانسپورتي ترمینل د ودانیزو چارو څارنه وکړه.
ښاغلي مسعود وویل، یاده پروژه چې د صنعتي او اقتصادي زونونو د پراختیا ریاست له خوا طرحه شوې، د همدغه ریاست له خوا مدیریت کېږي.
د نوموړي په خبره، د څارنې پر مهال، د احاطوي دیوال د سنګ کارۍ، انګاف، د وسپنیزو چوکاټونو نصب، د تهداب خاورې کمپکشن ټیسټ، او آب پاشۍ چارې روانې وې.
د ښاغلي مسعود په خبره، د قرار دادي شرکت مسؤلینو ته سپارښتنه وشوه، چې ټولې چارې دې د نقشې او احجامو مطابق، له تخنیکي مشخصاتو سره سم پر مخ یوسي.