د مسکن، ودانیزو چارو او د برنامو د پراختیا معینیت دولسمه ناسته تر سره شوه

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۸ - ۱۵:۴۵
معینیت مسکن

 

۱۴۴۶/۱۱/۲۰

د کور او ښار جوړولو وزارت د مسکن، ودانیزو چارو او د برنامو د پراختیا محترم مرستیال الحاج محمد اسماعیل فائز په مشرۍ د یو شمیر رئیسانو او امرینو په شتون کې د دې معینیت دولسمه ناسته تر سره شوه.

په ناسته کې لومړی د مسکن، ودانیزو چارو او د برنامو د پراختیا محترم مرستیال الحاج محمد اسماعیل فائز خبرې وکړې او د کارونو پرچټکتیا او په سپارل شوو دندو کې یې پر سپیڅلتیا ټینګار وکړ.

همدا راز ښاغلي مرستیال محمد اسماعیل فائز، ټینګار وکړ چې د وزارت او نورو مراجعو څخه راغلې تخنیکې اسناد دې پروخت اجرا شي او د کارونو د خنډ او ځنډ مخه دې ونیول شي.

د ناستې په دوام محترم مرستیال فائز وویل، د مرکز او ولایتونو د روانو پروژو لیست دې تر تیب شي او د چارو د پرمختګ فیصدې دې معلومه شي، تر څو شته ستونزې په نښه او د حل لارې چارې یې ولټول شي.

په ورته خت کې، د اړوندو ریاستونو څخه وغوښتل شول چې د ودانیزو پروژو د طرحې او ډیزاین قیمتونه، کیفیت او وخت په اړه معلومات راټول کړي او له معینیت  سره دې شریک کړي.

د محترم مرستیال الحاج محمد اسماعیل فائز لخوا د ریاستونو ترمنځ په همغږۍ ټينکار وشو، زیاته یې کړه چې ریاستونه نه باید د یو بل په چارو کې لاسونه وکړي.

په دې ناسته کې رئیسانو او امرینو د مرکز او ولایتونو خپل کاري راپورونه وړاندې کړل او شته ستونزې یې هم شریکې کړې.

همدارنګه په دې ناسته کې د رحمن مینې، تهیه مسکن، د کاپیسا ولایت د تیږو د فرش، د عمر ګلستان بلاکونو، د نوي کابل ښار د قراردادونو او نورو پروژو په تړاو خبرې وشوې او نظرونه شریک شول او په تړاو یې لازمې پریکړې وشوې.

د یادولو ده، چې د کور او ښا جوړولو وزارت هڅه کوي چې په مرکز او ولایتونو کې د کار لاندې پروژې په معیاري ډول بشپړې شي او ګټې اخستنې ته وسپارل شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۲ - ۱۵:۱۴
Background image

د اړمنو مهاجرو کورنیو د سرپنا نشتون ستونزې د حل برخه کې بل مهم اقدام ترسره شو

۱۴۴۷/۶/۱۲

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، د خوست ولایت د اړمنو مهاجرو کورنیو د سرپناه نشتون د ستونزې حل برخه کې ستر اقدام ترسره کړ.

محترم وزیر،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۲ - ۱۵:۴
Background image

د کابل - بګرام عمومي سړک د نقشې ډیزاین د لا ښه کولو لپاره نظرونه تبادله شول

۱۲/۰۶/۱۴۴۷

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري چارو محترم مرستیال شیخ مدار علي کریمي بامیاني په مشرۍ غونډه کې، چې په کې د ټولګټو، ترانسپورت او ملکی هوايي چلند، مخابراتو او معلوماتي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۲ - ۱۲:۱۳
Background image

په سرپل ولایت کې د ښاري سرغړونو مخنیوی ترسره شو

۱۴۴۷/۰۶/۱۲

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست د لارښوونې پر اساس، د سرپل ولایت د ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم د لومړۍ ناحیې د ودانیزو چارو د قانوني وضعیت. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

۱ میاشت ۱ اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت