د مسکن، ودانیزو چارو او د برنامو د پراختیا معینیت اداري غونډه تر سره شوه

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۵ - ۱۴:۴۱
معینیت مسکن

 ۲۵ / ۶ / ۱۴۴۷

د مسکن، ودانیزو چارو او د برنامو د پراختیا معینیت کاري او اداري غونډه، د محترم الحاج مولوي ګل زرین صابر په مشرۍ، د یاد معینیت د اړوندو ریاستونو د رئیسانو او آمرینو په حضور کې ترسره شوه.

د غونډې په پیل کې، محترم مرستیال د سپارل شویو مسؤلیتونو او دندو پر وخت ترسره کېدو باندې ټینګار وکړ او د اړوندو ریاستونو له لوري یې د کارکوونکو د کاري چارو منظم اوونیز او میاشتنۍ ارزونه ضروري وبلله.

محترم معین زیاته کړه چې ریاستونه باید خپل له پلان څخه بهر کاري راپورونه له معینیت سره شریک کړي او همدارنګه خپل کلنی کاري پلان، بودیجه، تشکیلات او اړتیاوې له سره وارزوي، تر څو وړتیاوې او کمزورۍ په دقیقه توګه وپېژندل شي.

محترم مولوي ګل زرین صابر همدارنګه یادونه وکړه چې ریاستونه باید د رسمي لیکنو او مقام ته د وړاندیزونو د وړاندې کولو پر مهال پوره پاملرنه وکړي او وړاندیز شوې موضوع ګانې په هر اړخیز ډول وڅېړي او وارزوي، تر څو پرېکړې او اجرات د کره او باوري معلوماتو پر بنسټ ترسره شي.

نوموړي په دوام کې د دې معینیت د ریاستونو ترمنځ د همکارۍ، همغږۍ او کاري یووالي پر پیاوړتیا ټینګار وکړ او دا یې د چارو د اغېزمن پرمخ بیولو او د پروګرامونو د ښه تطبیق لپاره مهم وبلل.

په دې غونډه کې، د اړوندو ریاستونو رئیسانو او آمرینو د کاري همغږۍ د تأمین ډاډ څرګند کړ او یو شمېر شته ستونزې، ننګونې او اړتیاوې یې مطرح کړې.

همدارنګه هغوی د اړتیاوو د تثبیت، پر تشکیلاتو د کار څرنګوالي او له پلان څخه بهر د کاري راپورونو د وړاندې کولو په برخه کې، د مسکن، ودانیزو چارو او د برنامو د پراختیا محترم مرستیال ته د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۵
Background image

د کابل ښار په ۱۱مه ناحیه کې د ودانیو د ساختماني چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۱۰

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت، کنټرول او ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخینوي ریاست تخنیکي ټيم، د خپلو کاري پلانونو له مخې او د تېرو څارنو په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۴
Background image

لوګر کې د استوګنیز ښارګوټي د توپوګرافي سروې چارې پیل شوې

۱۴۴۸/۴/۱۰

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ‌ای‌اس ریاست تخنیکي ټیم د لوګر ولایت په مرکز کې د اشنفور په کلي کې د یوه استوګنیز ښارګوټي د توپوګرافي سروې چارې د پلان د ترتیب په موخه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۰:۵۰
Background image

د کابل ولایت د موسهي ولسوالۍ د پراختیايي پلان له ساحو څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۱۰

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت، کنټرول او ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست د ولسوالیو د ښاري پراختیايي پلانونو د څارنې آمریت د وزارت د. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

10 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت