د لابراتوار ریاست تخنیکي ټیم د بېلابېلو پروژو له چارو څخه څارنه وکړه

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۱۰:۲۴
لابراتوار ریاست

۱۴۴۸/۴/۱

د کور او ښار جوړولو وزارت د لابراتوار ریاست اړوند تخنیکي ټیم د منظمې تخنیکي څارنې په لړ کې د هېواد په بېلابېلو ساختماني پروژو کې د ودانیزو او لابراتواري چارو له بهیر څخه څارنه ترسره کړه.

د څارنې په ترڅ کې د الشفاء روغتون، د افغانستان بانک د نوې ودانۍ، د بهرنیو چارو وزارت د ستراتېژیکو مطالعاتو پروژې، پنځم مکروریان سولې، د لوی نظارت او فرمانونو د تعقیب او د قطر استوګنیز ښارګوټي پروژو ودانیزې او لابراتواري چارې وکتل شوې.

د څارنې پر مهال د بېلابېلو ساختماني توکو کیفیت، د ودانیزو چارو د پرمختګ وضعیت، د کانکریټ، سیخ ‌تړل، پایلونو، المونیم او نورو اړوندو ساختماني موادو د لابراتواري ازموینو بهیر وڅېړل شو.

 همداراز، په ځینو پروژو کې د ساختماني موادو د مقاومت او کیفیت اړوند ازموینې ترسره او د روانو چارو وضعیت وارزول شو.

د تخنیکي څارنې پر مهال د پروژو اړوندو قراردادي شرکتونو ته سپارښتنه وشوه چې ټولې ودانیزې چارې د منظور شوو نقشو، مشخصاتو او تخنیکي معیارونو له مخې، د کیفیت په پام کې نیولو سره او د اړوندو مراقبتي انجنیرانو تر څارنې لاندې ترسره کړي.

د کور او ښار جوړولو وزارت د لابراتوار ریاست تخنیکي څارنې د ودانیزو پروژو د کیفیت د کنټرول، د ساختماني موادو د معیارونو د ارزونې او د تخنیکي اصولو د رعایت د ډاډ ترلاسه کولو په موخه ترسره کېږي او دا بهیر به د وزارت د کاري پلان له مخې دوام ولري.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۴ - ۱۰:۵۱
Background image

په ارزګان کې د مساجدو له ودانیزو چارو څخه تخنیکي څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۲

د ارزګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم د مرکز ترینکوټ اړوند د خانقې جامع جومات له روانو ودانیزو چارو څخه د تخنیکي څارنه وکړه.

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت اړوند د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۱۶:۱
Background image

د کور او ښار جوړولو وزارت په مشرۍ، د ښاري پلانونو او نقشو د ویزه کولو عالي کمېسیون غونډه وکړه او پر یو شمېر مهمو موضوعاتو یې هر اړخیز بحثونه وکړل

۱۴۴۸/۴/۱

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني په مشرۍ د ښاري پلانونو او نقشو د ویزه کولو عالي کمېسیون خپله درېیمه ناسته وکړه، چې پر یو شمېر مهمو ښاري. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۱۵:۱۶
Background image

په نوي کابل ښار کې د بېلابېلو ساحو له ښاري او ودانیزو چارو څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۱

د کور او ښار جوړولو وزارت د د کنترول، کیفیت او د ښاري سرغونو د مخینوي د عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست د تخنیکي ټیمونو، د منظمې او دوامدارې څارنې د پروګرام په. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

10 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت