د قول هزاره ښارګوټي چارې وځنډول شوې

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۱۱:۱۴
کابل

۱۴۴۶/۱۲/۸

د کور او ښار جوړولو وزارت له ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست محترم رئیس مولوي عبدالمنان حقاني وایي، تخنیکي ټیم یې په کابل کې د قول هزاره استوګنیز ښارګوټي له وضعیت څارنه او ارزونه وکړه.

ښاغلی مولوي حقاني وایي، په یاده لیدنه کې څرګنده شوه چې په ښارګوټي کې د دوو بېلابېلو فازونو ودانیزې چارې روانې دي.

نوموړی وایي، دا چې یاد ښارګوټي تفصیلي پلان نه درلود، نو تخنیکي ټیم یې د یاد ښارګوټي ودانیزې چارې وځنډولې.

ښاغلی حقاني زیاتوي، اړوندو کسانو ته یې معلومات ورکړل چې ژر تر ژره دې د ښارګوټي لپاره تفصیلي پلان چمتو او بیا دې چارې روانې کړي.

دوی خبر ورکړی، چې قول هزاره ښارګوټی تر اوسه پورې تفصیلي پلان نه لري، او د ښاري اصولو مطابق، تر هغه وخته چې تفصیلي پلان نهایی نه شي، په یاده سیمه کې هر ډول ودانیز فعالیتونه بند دي.

د کور او ښار جوړولو وزارت ټینګار کوي چې ټول اشخاص، مؤسسې او ساختماني شرکتونه باید د قانوني او ښاري مقرراتو له مخې عمل وکړي، او د پلان تر بشپړېدو مخکې له هر ډول ودانیزو فعالیتونو ډډه وکړي، تر څو د ښار نظم، ترتیب او قانوني پراختیا خوندي پاتې شي.

ښاغلی مولوي حمدالله نعماني

 

۱ کال 6 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست
wazir-image-new

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۶ - ۱۴:۲۶
Background image

غزني کې د سړک جوړولو له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۶/۱۲/۱۹

د غزني ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي نور ولي بلال متقي وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټيم په دولت اباد کې د سړک جوړولو له ودانیزو چارو څارنه وکړه.

ښاغلي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۶ - ۱۳:۲۳
Background image

په میدان وردک کې د اداري کمپلکس توپوګرافي سروې تر سره شوه

۱۴۴۶/۱۲/۱۹

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ای ایس ریاست محترم رئیس حافظ انجنیر محمد یوسف لطیف وایي، تخنیکي ټیم یې په میدان وردک کې د اداري کمپلکس لپاره (۱۶۳) جریبه ځمګه. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۶ - ۱۲:۵۱
Background image

په نوي کابل ښار کې افغان نړیوال اسلامي پوهنتون ته زر جریبه ځمکه ورکول کېږي

۱۴۴۶/۱۲/۱۹

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم سرپرست وزیر الحاج شیخ حمدالله نعماني په مشرۍ هغه کمېټې ناسته وکړه، چې په ترکیب کې یې د لوړو زده کړو، کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ، مالیې،. . .

BACK TO NEWS