د فاریاب ولایت د ملي راډیو تلویزیون د اداري ودانۍ پروژه بشپړه او ګټې اخیستنې ته چمتو شوه

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۱۱:۳۶
فاریاب

 

۱۴۴۶/۱۲/۸

فاریاب کې د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي خالمیرزا ذوالفقار وایي، د ریاست اړوند تخنیکي ټیم یې په دغه ولایت کې د ملي راډیو ټلوېزیون د اداري امریت د نوې ودانۍ د جوړېدو له چارو لیدنه وکړه.

ښاغلی مولوي ذوالفقار وایي، په لیدنه کې څرګنده شوه، چې پروژه د مسلکي انجنیري اصولو، ساختماني معیارونو او له مخکې ترتیب شوې نقشه سره سم تطبیق شوې او چارې یې په ښه کیفیت ترسره شوي دي.

نوموړی وایي، یاده پروژه په بشپړه توګه تکمیل شوې او د رسمي ګټې اخیستنې لپاره چمتو ده.

د کور او ښار جوړولو وزارت له ودانیزو او رغنیزو پروژو دوامداره څارنه کوي چې د مرکز تر څنګ، د ولسوالیو په کچه هم عملي کېږي، تر څو چارې معیاري ترسره شي.

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

2 اونی 4 ورځې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست
د کور او ښار جوړولو وزارت

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۶ - ۱۲:۲۰
Background image

په بدخشان کې د یوسوداګریز مارکېټ له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۲/۱۳

د بدخشان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي ولي الله الهي وایي، د د ډې ریاست اړوند تخنیکي ټيم د بهارک ښاروالۍ اړوند د سوداګریز مارکېټ ودانیزې چارې و څارلې.

ښا. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۶ - ۱۰:۳۷
Background image

په فاریاب ولایت کې د مسجد د اعمار له چارو څخه نظارت وشو

۱۴۴۷/۰۲/۱۳

د فاریاب ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس الحاج مولوي خالمیرزا ذوالفقار وایي، د یاد ریاست له تخنیکي ټیم سره یو ځای، د عامې روغتیا ریاست اړوند د مسجد شریف د اعمار. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۶ - ۱۰:۱۸
Background image

ارزګان ولایت کې د ښاري تخلفاتو د مخنیوي په موخه عامه پوهاوی ترسره شو

۱۴۴۷/۲/۱۳

د کور او ښار جوړولو وزارت، له ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست محترم رئیس مولوي عبدالمنان حقاني وایي، د ریاست اړوند تخنیکي او مسلکي ټیم یې د ارزګان ولایت په مرکز ترینکوټ ښار کې،. . .

BACK TO NEWS