د غیر رسمي ښاري سیمو ثبت پروګرام

sakina_admin
OC

Due

-

د غیر رسمي ښاري سیمو ثبت پروګرام د ځمکو د تنظیم قانون ۱۱۲ مادې پر بنسټ رامنځته شوې ده، چې موخه یې په غیر رسمي او غیر پلاني ښاري سیمو کې د کورونو ثبت او سروې، د ملکیت سند وېش او د بهسازۍ او بيا مېشتېدنې برنامو له لارې پر ښو ښاري سيمو د غير رسمي سيمو بدلول دي.

د دې پروګرام لومړی پړاو د کابل، هرات، مزار شریف، جلال آباد، کندهار، فراه، بامیان او نیلي ښارونو کې پیل شوی او په وروستیو دوو کلونو کې له ۶۰۰ زرو څخه ډېر رسمي او غیر رسمي کورونه سروې او ثبت شوي دي.

همداراز غیر رسمي ښاري سیمو ته د ملکیت سند وېش لړۍ پیل شوې، چې تر اوسه د جلالتماب جمهور رئيس له لوري په کابل، هرات، جلال آباد، بامیان او نیلي ښارونو کې ۲۰۰۰۰ د ملکیت سندونه غیر رسمي او غیر پلاني کورونو ته ویشل شوې دي. ټاکل شوې د يادو اتو ښارونو غير رسمي سيمو ته د ۲۰۱۹ کال تر پایه په ټولیز ډول ۴۰۰۰۰ او د ۲۰۲۰ کال تر پایه ۵۰۰۰۰ د ملکیت سندونه وویشل شي.

ښاغلی مولوي حمدالله نعماني

 

5 میاشتې 4 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست
wazir-image-new