د غزني ولایت د مهاجرینو لپاره د ښارګوټي اصلاحي تفصیلي پلان منظور شو

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۱۵:۳
غزني

۱۴۴۷/۱۰/۲۸

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، د غزني ولایت د مهاجرینو د ښارګوټي اړوند اصلاحي تفصیلي پلان منظور کړ.

یاد اصلاحي تفصیلي پلان چې په دقیقه توګه مطالعه او د ساحې سره په همغږۍ اصلاح شو په 1906.5 جریبه ځمکه کې جوړېږي، چې 1655 استوګنیزې نمرې لري.

تر دې وړاندې د هېواد په کچه د مهاجرینو د ټو ښارګوټو  تفصیلي پلانونه داسې ډیزاین شوي وو، چې په کې پنځه بسوه یي، لس بسوه یي او پنځلس بسوه یي نمرې شاملې وې او یوازې هغه راستنېدونکو مهاجرو کورنیو ته ورکول کېدې، چې افغانستان کې یې ځمکه نه درلوده، کور یې نه درلود او نه یې هم اقتصادي وضعیت دومره پیاوړی و، چې ځان ته مناسبه سرپناه برابره کړي.

اوس دغه چاره، د اسلامي امارت د زعیم عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی و رعاه د حکم سره سم ټولې نمرې پنځه بسوه یي شوې او هرې راستنېدونکې مهاجرې کورنۍ ته ورکول کېږي.

پر همدې بنسټ، اړتیا ده چې د ټولو ولایتونو اړوند د مهاجرینو د ښارګوټو تفصیلي پلانونه اصلاح شي او یو ځل بیا د تطبیق لپاره اړوندو مراجعو ته وسپارل شي.

په دې لړ کې غزني ولایت کې د لومړي فاز د مهاجرو د ښارګوټي تفصیلي پلان هم اصلاح او د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني له لوري تائید او لاسلیک شو.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۲ - ۱۶:۱۴
Background image

د نوي کابل ښار د صنایع سبز صنعتي پارک اصلاحي تفصیلي پلان د تطبیق لپاره رسماً وسپارل شو

۱۴۴۸/۳/۲۰

د کور او ښار جوړولو وزارت له لوري د نوي کابل ښار د صنایع سبز صنعتي پارک لپاره جوړ شوی اصلاحي تفصیلي پلان، د یوه رسمي مراسمو په ترڅ کې د تطبیق په موخه د صنعتکارانو ټولنې ته. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۱ - ۱۶:۲۴
Background image

د کابل ښار د پنځم مکروریان د «B4» بلاک د بنسټ ډبره کېښودل شوه

۱۴۴۸/۳/۱۹

د کابل ښار د نهمې ناحیې اړوند د سولې استوګنیزې پروژې، چې د پنځم مکروریان په نوم هم پېژندل کېږي، د «B4» بلاک د بنسټ ډبرې اېښودلو مراسم ترسره شول.

په دغو مراسمو کې د ریاسة. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۹ - ۱۴:۶
Background image

د لابراتوار ریاست تخنیکي ټیم د بېلابېلو ساختماني پروژو له چارو څخه څارنه وکړه

۱۴۴۸/۳/۱۷

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت کنټرول او ښاري سرغړونو ته د رسېدنې عمومي ریاست اړوند د لابراتوار ریاست تخنیکي ټیم د کابل ښار په بېلابېلو برخو کې د اوو ساختماني پروژو له. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

10 میاشتې ۱ اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت