د غالي اوبدونکو صنعتي او استوګنيزو ښارګوټو د ځمکو وېش لپاره د کړنلارې نهايي کېدو په موخه ناسته ترسره شوه

ناپیژنده (not verified)
یکشنبه ۱۳۹۹/۴/۱۵ - ۱۴:۱۲
کابل

په دې ناسته کې چې د ښاغلي روشان ولسمل تر څنګ، د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د بېلابېلو برخو مسوولینو او د غالۍ اوبدونکو د اتحاديو استازو هم ګډون درلود، د کړنلارې په اړه بېلابېل بحثونه وشول.

د دې ناستې په پيل کې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د ښاري چارو معين محترم  روشان ولسمل د کړنلارې پر حقوقي کتنه، د غالۍ اوبدونکو د اتحاديو د مثبتو نظرياتو پر اخېستلو د ټينګار تر څنګ ډاډ ورکړ چې د جلالتماب جمهور رئيس محمد اشرف غني له لارښوونې سره سم به د صنعتي او استوګنيزو نومرو پر وېش کار پيل کړي.

ښاغلي ولسمل په دې ناستې کې زیاته کړه: ښار جوړولو او ځمکو وزارت په بېلابېلو ولايتونو کې د يادو استوګنيزو او صنعتي ښارګوټو له  رغونې وړاندې  د وېش په اړه د جلالتماب جمهور رئيس قناعت ترلاسه کړی. څو له دې لارې د غالۍ اوبدونکي صنعت‌کاران د خپلو ځمکو او کارخونو څښتنان شي او د غالۍ د توليد په برخه کې د صنعت‌کارانو شته ستونزې له‌منځه ولاړې شي.

تر دې وروسته غالۍ اوبدونکو اتحاديو استازو په دې برخه کې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت هلې ځلې وستايلې او د قالينو د صنعتي او استوګنيزو ښارګوټو د نومرو د وېش لپاره په نوې کړنلاره کې يې يو لړ نظريات هم شریک کړل.

ياده کړنلاره له يو لړ بحثونو او خبرونو اترو وروسته له ځينو حقوقي مواردو له زياتوالي او د ځينومسايلو په تعديل سره نهايي شوه او د ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست او نوماند وزير محترم محمود کرزي له ملاحظې او د جلالتماب جمهور رئيس له منظورۍ وروسته به اجرا شي.

###

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۱۵:۴۶
Background image

د فاریاب ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست اړوند د جومات له ودانیزو چارو څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۱/۱

د فاریاب ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي او نظارتي انجنیرانو له لوري، د اطلاعاتو او کلتور ریاست اړوند د جومات د ودانیزې پروژې له روانو چارو څخه ساحوي څارنه ترسره شوه.

. . .
شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۱۴:۱۲
Background image

د مناسبې استوګنې پروژې د رامنځته کولو په پار میدان‌ ښار کې جامع مطالعات بشپړ شول

۱۴۴۷/۱۱/۱

د منظمې ښاري پراختیا او د استوګنې د مخ پر ودې اړتیا پوره کولو په موخه، د میدان وردګو ولایت د مرکز میدان ‌ښار په یوه مهمه ساحه کې، چې ۵۸.۶۸ جریبه مساحت لري، هر اړخیز تخنیکي،. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۱۱:۲۶
Background image

د پنجشیر پوهنتون اړوند د ځمکې د سروې او جي ای ایس ځانګړتیاوو راټولولو چارې بشپړې شوې

۱۴۴۷/۱۱/۱

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ای ایس ریاست اړوند تخنیکي ټیم له لوري، د پنجشېر ولایت د پوهنتون اړوند د ځمکې څخه د سروې او جي ای ایس نقطو او ځانګړتیاوو د راټولولو چارې. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

5 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت