د عرفاني سړک او د کابل سيند حريم زيانمنو او د شهر دوبۍ هوټل د شهيدانو وارثينو په وړاندې  د حکومت ژمنه سر ته ورسېده

ناپیژنده (not verified)
شنبه ۱۳۹۸/۸/۱۱ - ۱۵:۱۹
کابل

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست محترم محمد جواد پيکار د کابل له والي محترم محمد يعقوب حيدري او د کابل ښاروال محترم احمد ذکي سرفراز په ګډون له يو شمېر رئيسانو او کارکوونکو سره يو ځای د سردار محمد داوود خان په ښارګوټي کې د عرفاني سړک او د کابل سيند زيانمنو او د شهر دوبۍ هوټل د شهيدانو وارثينو ته د استوګنيزو نمرو وېش پيل کړ.

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست له خپل ملګري پلاوي سره يو ځای د شهيد سردار محمد داوود خان له ښارګوټي ليدنه وکړه او بيا يې د کابل والي او ښاروال په شتون کې د نمرو د خط اندازۍ پرانېسته وکړه.

محترم محمد جواد پيکار وويل، د کابل ښار د شهر دوبۍ پېښې د شهيدانو وارثينو او د عرفاني سړک او کابل سيند زيانمنو ته يې د افغانستان اسلامي جمهوري رياست عالي مقام په لارښوونه د استوګنيزو نمرو دا وېش پيل کړی او ټاکل شوې چې هر زيانمن ته دوه بسوې ځمکه په سردار محمد داوود خان ښارګوټي کې ورکړل شي.

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست د نمرو د وېش په پروسه کې پر شفافيت او د دې پروسې د تطبيق لپاره د يوې روښانه کړنلارې پر جوړېدو ټينګار وکړ.

د شهيد سردار محمد داوود خان ښارګوټی چې ۲۴۰ جريبه ځمکه يې نيولې د کابل ښار د کوه قروغ سيمې اړوند په شادمان قريه کې موقعيت لري. په دې ښارګوټي کې ۸۸ جريبه ځمکه د استوګنې لپاره او نوره يې د تفريحي پارکونو او خدماتي سيمو لپاره ځانګړې شوې ده. 

ټاکل شوې د دې ښارګوټي له ۴۷۷ نمرو څخه ۲۵۰ يې د عرفاني سړک زيانمنو ته، ۱۰۰ نمرې د شهر دوبۍ هوټل د شهيدانو وارثينو ته او ۱۲۷ نمرې د کابل سيند د حريم زيانمنو ته وويشل شي.

د دې ښارګوټي تفصيلي پلان د ښار جوړولو او ځمکو وزارت له‌خوا ترتيب شوی او ټاکل شوې چې د زيربناسازۍ چارې يې د ښاروالۍ له‌خوا ترسره شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۵:۲۶
Background image

د سرطاني ناروغانو د طبي کمپلکس د تخنیکي کمېټې غونډه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۱/۰۹

د سرطاني ناروغانو لپاره د طبي کمپلکس د جوړېدو په تړاو د تخنیکي کمېټې غونډه د کور او ښار جوړولو وزارت د مسکن، ودانیزو چارو او د برنامو د پرختیا په معینیت کې ترسره شوه.

یاده. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۴:۵۷
Background image

ډېر ژر به د ودانیزو موادو د کیفیت خوندیتوب ازموینې په موخه د لابراتوار د جوړولو چارې پیل شي

۱۴۴۷/۱۱/۰۹

د کور او ښار جوړولو وزارت له لوري، د ودانیزو موادو د کیفیت خوندیتوب په موخه د معیاري ارزونې د یو عصري لابراتوار د جوړولو چارې به په لنډو ورځو کې پیل شي.

د یاد لابراتوار. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۴:۱۶
Background image

د تورغونډۍ بندر د احاطوي دیوال له جوړولو څخه څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۱/۹

د هرات ولایت د رباط سنګي ولسوالۍ د تورغونډۍ بندر د احاطوي دیوال د جوړولو له روانو چارو څخه څارنه ترسره شوه.

یاده څارنه د یو ګډ هیئت له لوري ترسره شوه، چې پکې د ولایت د محترم. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

5 میاشتې 4 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت