د سرپل ولایت د پوهنتون د کانال د تهداب د کارونو څخه تخنیکي نظارت ترسره شو

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۳ - ۱۳:۹
سرپل ولابت

۱۴۴۷/۰۴/۲۲

د سرپل ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس ملا محمد نور نوراني وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم د  پوهنتون د کانال د ساختماني چارو له بهیر څخه تخنیکي نظارت ترسره کړ.

ښاغلي ملا نوراني وویل، په دې لیدنه کې د تهدابونو دهوارۍ کارونه د نقشې او مشخصاتو له مخې د ۶۷۱ مترو په اوږدوالي وڅارل شول. د څارنې پر مهال څرګنده شوه چې د صفري نقطې (۱۰۰) له ځایه د سطحې د اختلافاتو په پام کې نیولو سره د تهداب د ډبرین کار (سنگ‌کاری) چارې پیل شوې دي.

د نوموړي په خبره، تخنیکي ټیم د ساختماني موادو د ترکیب (مخلوط مصالحو)، د کار د کیفیت او د قراردادي شرکت د عمومي اجراتو له ټولو برخو څخه کتنه وکړه او د مشخصو تخنیکي معیارونو سره سم یې د نظارت او مراقبت راپور ترتیب کړ.

د یادولو وړ ده، چې د کور او ښار جوړولو وزارت د هېواد په کچه د ښوونیزو، خدماتي او بنسټیزو پروژو د کیفیت او معیاري تطبیق د ډاډ لپاره دوامداره څارنه کوي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۱ - ۱۵:۳۴
Background image

د مهاجرینو په ښارګوټو کې د اوبو او نورو ټولګټو پروژو پر عملي کولو خبرې وشوې

۱۴۴۷/۶/۱۱

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني په مشرۍ، اړمنو مهاجرو کورنیو ته د ځمکو د وېش هیئت خپله نوبتي ناسته وکړه او پر یو شمېر مهمو مواردو یې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۱ - ۱۵:۱
Background image

د شیخ زاید ښارګوټي د مسجد شریف د جوړولو تخنیکي اسناد بشپړ شول

۱۴۴۷/۰۶/۱۱

د کور او ښار جوړولو وزارت د مسکن، ودانیزو چارو او د برنامو د پراختیا د معینیت د محترم مرستیال الحاج مولوي ګل زرین صابر تر چتر لاندې د برنامو د انسجام ریاست مسئولین وايي چې د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۱ - ۱۱:۴۶
Background image

کونړ کې زلزله ځپلو ته د نورو کورونو د جوړولو چارې هم پیل شوې

۱۴۴۷/۶/۱۱

کونړ کې د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي نبي الله طلحه وایي، په دې ولایت کې د زلزله ځپلو کورنیو لپاره د لس بابه نورو کورونو د جوړولو چارې هم پیل شوې.

ښاغلی مولوي. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

۱ میاشت ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت