د سرپل ولایت د زندان اړوند له یوې پرژوې څارنه وشوه

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۷ - ۱۱:۱۷
سرپل

۱۴۴۷/۵/۷

سرپل ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي محمد نور نوراني وایي، اړوند تخنیکي ټیم یې د دغه ولایت د زندان د اداري خونو د رنګولو له چارو او د سړکونو د کانکرېټ اچولو له بهیر څارنه وکړه.

ښاغلی مولوي نوراني وایي، دغه چاره یې د سرپل ولایت د زندانونو د چارو د سمون ادارې د محترم امریت په غوښتنه ترسره کړه او ساحې ته یې تخنیکي ټیم ولېږه.

نوموړی وایي، د تخنیکي ټیم د څار پر مهال څرګنده شوه چې د پروژې چارې په ساحه کې په منظم ډول روانې دي او د سړکونو د چمتو کولو لپاره اوږدمهاله او عرضي کرښې یې ایښودل شوي دي.

د هغه د معلوماتو له مخې، د اداري خونو د رنګولو چارې په نورمال او منظم ډول دوام درلود چې د کار د کیفیت د لوړوالي او د چارو د چټکتیا په موخه، قراردادي شرکت ته لازمې لارښوونې او تخنیکي مشورې وړاندې شوې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۱ - ۱۵:۳۴
Background image

د مهاجرینو په ښارګوټو کې د اوبو او نورو ټولګټو پروژو پر عملي کولو خبرې وشوې

۱۴۴۷/۶/۱۱

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني په مشرۍ، اړمنو مهاجرو کورنیو ته د ځمکو د وېش هیئت خپله نوبتي ناسته وکړه او پر یو شمېر مهمو مواردو یې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۱ - ۱۵:۱
Background image

د شیخ زاید ښارګوټي د مسجد شریف د جوړولو تخنیکي اسناد بشپړ شول

۱۴۴۷/۰۶/۱۱

د کور او ښار جوړولو وزارت د مسکن، ودانیزو چارو او د برنامو د پراختیا د معینیت د محترم مرستیال الحاج مولوي ګل زرین صابر تر چتر لاندې د برنامو د انسجام ریاست مسئولین وايي چې د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۱ - ۱۱:۴۶
Background image

کونړ کې زلزله ځپلو ته د نورو کورونو د جوړولو چارې هم پیل شوې

۱۴۴۷/۶/۱۱

کونړ کې د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي نبي الله طلحه وایي، په دې ولایت کې د زلزله ځپلو کورنیو لپاره د لس بابه نورو کورونو د جوړولو چارې هم پیل شوې.

ښاغلی مولوي. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

۱ میاشت ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت