د راستنو شویو مهاجرو کورنیو لپاره د استوګنیزو نمرو د وېش لړۍ په بېلا بېلو ولایتونو کې روانه ده

org_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲ - ۱۲:۵
مهاجرین

۱۴۴۷/۹/۴

د کور او ښار جوړولو وزارت، د راستنو شویو مهاجرو لپاره د معیاري ښارګوټو طرحه، د ځمکو عادلانه وېش، او بنسټیزې اسانتیاوې برابروي، څو یادې کورنۍ وکولای شي په خوندي او منظم چاپېریال کې دایمي مېشتېدنه وکړي.

دغه وزارت ژمن دی چې د اړوندو ادارو په همکارۍ به د استوګنې پروژې لا پراخې او ګړندۍ کړي.

د مهاجرینو د دایمي مېشتېدنې او ځمکو وېش کمېټې له لوري چې مشري یې د کور او ښار جوړولو وزارت کوي، د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د استوګنیزو ځمکو د نمرو وېش دوام لري.

د یادې لړۍ په ترڅ کې، په زابل ولایت کې (۱۶۸) راستنو شویو مهاجرو کورنیو ته، په بلخ ولایت کې (۱۰۱) کورنیو ته، او همدارنګه په کندز ولایت کې (۱۴۶) کورنیو ته د استوګنیزو ځمکو نمرې ووېشل شوې.

د دغې پروسې موخه راستنو شویو هېوادوالو ته د مناسب سرپناه برابرول، دایمي مېشتېدنه یقیني کول او هغوی ته د باعزته ژوند زمینه برابرول دي.

د یادونې وړ ده، چې تر دې مهاله په ټول هېواد کې (۶۸۵۲) راستنو شویو مهاجرو کورنیو ته د استوګنیزو ځمکو نمرې وېشل شوې دي، او دا بهیر په چټکۍ او منظم ډول روان دی.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۱:۵۶
Background image

د نوي کابل ښار په محدوده کې د کابل–بګرام عمومي سړک د لومړي پړاو چارې په چټکۍ سره روانې دي

۴۴۷/۹/۱۶

د کابل–بګرام عمومي سړک د لومړۍ برخې عملي چارې د نوي کابل ښار په لومړي فاز کې، چې په دې وروستیو کې د کور او ښار جوړولو وزیر محترم الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني په هڅو او د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۰:۴۶
Background image

د بغلان ولایت دوشي ولسوالۍ د چهار باغ ساحې لپاره تفصیلي پلان تر دقیقې ارزونې وروسته تائید او لاسلیک شو

۱۴۴۷/۹/۱۶

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، د بغلان ولایت د دوشي ولسوالۍ اړوند د چهار باغ ساحې لپاره جوړ شوی تفصیلي ښاري پلان تائید او لاسلیک کړ.

. . .
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۹:۵۲
Background image

د کندهار – هرات پر عمومي سړک، نادعلي ولسوالۍ کې د یوې ودانیزې پروژې له چارو تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۹/۱۶

هلمند ولایت کې د کور او ښار جوړولو محترم ریاست د تخنیکي او مسلکي ټیم له لوري، د کندهار – هرات پر لویه لاره د دغه ولایت د نادعلي ولسوالۍ کې یوې ودانیزې پروژې له چارو تخنیکي. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

4 میاشتې ۱ اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت