د دایکنډي د کیتي ولسوالۍ اداري ودانۍ رغنیزې چارې له ۸۰ سلنې واوښتې

ناپیژنده (not verified)
دوشنبه ۱۳۹۹/۷/۲۱ - ۸:۵۳
دایکنډي

ښارجوړولو او ځمکو وزارت د دایکندي ولایت د کیتي ولسوالۍ اداري ودانۍ رغنیزې چارې ۸۵ سلنه بشپړې کړي او په نیږدې راتلونکې کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

د کیتي ولسوالۍ اداري ودانۍ په ۴۷۹ متر مربع ځمکه کې په درې پوړونو د ۲۳ میلیونه او ۳۰۰ زره افغانیو په ارزښت د ښارجوړولو او ځمکو وزارت له پراختیايي بودیجې جوړیږي.

د ټولګټو پروژو تطبیق د ښارجوړولو او ځمکو وزارت په کاري لومړیتوبونو کې ځای لري او دې وزارت د حکومت پراختیايي او قتصادي پلان جوړولو او پالیسیو د تطبیق په برخه کې وچت ګامونه پورته کړي دي.

###

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۵:۱۹
Background image

په هلمند ولایت کې معلولینو مجاهدینو ته د استوګنې نمرو د وېش لړۍ پیل شوه

۱۴۴۸/۲/۲۴

د اسلامي امارت د کابینې د محترم مقام د ۱۶مې مصوبې د حکم د تطبیق په موخه، په هلمند ولایت کې هغو مستحقو معلولینو مجاهدینو ته، چې د بدن دوه یا تر دوو زیات غړي یې معلولیت لري، د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۴:۱
Background image

د کابل ښار د تاریخي ودانیو د بیارغونې له روانو چارو څخه تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۲/۲۴

د کور او ښار جوړولو وزارت د زړو ښارونو د ساتنې ریاست د ښاري جوړښتونو د تخنیکي څارنې ټیم د کابل ښار د لومړۍ ناحیې اړوند، د تیمورشاهي مقبرې څخه تر مرکزي پولي ‌کلینیک پورې د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۱:۱۲
Background image

د لوګر ولایت د پوهنتون د ساحې د توپوګرافي سروې چارې پیل شوې

۱۴۴۸/۲/۲۴

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ‌ای‌ اېس ریاست تخنیکي ټیم د لوګر ولایت په مرکز کې د لوګر پوهنتون د ساحې د توپوګرافي سروې عملي چارې پیل کړې.

دغه سروې د یادې ساحې د. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

9 میاشتې ۱ اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت