د خوست ولایت د نادرشاه کوټ او ګربز ولسوالیو دوه استراتیژیک پلانونه منظور شول

ناپیژنده (not verified)
دوشنبه ۱۳۹۹/۵/۶ - ۱۱:۰
کابل

ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست وزیر محترم محمود کرزی په ولسي جرګه کې د خوست ولایت د خلکو له استازي محترم کمال ناصر اصولي، قومي مشرانو، د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د ښاري چارو مرستیال محترم روښان ولسمل، د ګربز ولسوال او د خوست ولایت د ښارجوړولو او ځمکو رئیس سره په کتنه کې د خوست ولایت د نادرشاه کوټ او ګربز ولسوالیو استراتیژیک پلانونه منظور کړل.

په دې کتنه کې، د خوست ولایت د ښار جوړولو او ځمکو رئیس او په ولسي جرګه کې د خلکو استازو خپل مشخص وړاندیزونه د خوست ښار د دویمې او دریمې ناحیې غیر رسمي سیمو لپاره د بهسازۍ پلانونو د ترتیب، د شیخ زاید پوهنتون د استازانو لپاره د ښارګوټي د جوړولو او همدارنګه د یاد ولایت د ښار جوړولو او ځمکو ریاست د تجهیز او نوي ظرفیتونو د ګمارني په اړه وړاندې کړل.

ورپسې، د ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست وزیر محترم محمود کرزی خوست یې د یاد وزارت لپاره یو له مهمو ولایتونو څخه وباله او د مسکن چارو معینیت ته لارښوونه وکړه ترڅو د یاد ولایت له اړونده چارواکو سره په ګډه د دویمې او دریمې ناحیې غیر رسمي سیمو لپاره د بهسازۍ پلانونه ترتیب او منظوري ته دې چمتو کړي.

همدارنګه، محترم محمود کرزی د شیخ زاید پوهنتون استازانو ته د ښارګوټې د جوړولو لپاره ښاري چارو معینیت ته لارښوونه وکړه ترڅو د یاد پوهتنون له استازانو او اړونده چارواکو سره په همغږۍ د دې ښارګوټي پر طرحې کار وکړي.

سربېره پردې، د ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست وزیر د بشري سرچینو او اداري ریاستونه ته لارښوونه وکړه ترڅو د نوي انجنیرانو د ګمارنې او د خوست د ښار جوړولو او ځمکو ریاست د اړتیا وړ ضرورتونو ته په کتو یاد ریاست سره هر اړخیزه همکاري او مرسته وکړي.

د لیدنې په پای کې، ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست وزیر د خوست ولایت د خلکو د استازو، د یاد وزارت د ښاري چارو مرستیال، د ګربز ولسوال او د خوست ولایت د ښار جوړولو او ځمکو رئیس په حضور کې د خوست ولایت د نادرشاه کوټ او ګربز ولسوالیو استراتیژیک پلانونه منظور کړل.

په تېر یو میاشت کې، ښار جوړولو او ځمکو وزارت مشرتابه ۱۷ انکشافي پلانونه (پنځه تفصیلي پلانونه، پنځه استراتیژیک پلانونه، دوه منطقوي پلانونه او پنځه د بهسازۍ پلانونه) منظوري کړي چې په تطبیق سره به یې نږدې ۱۵ زره کسانو د مېشتېدو زمینه برابره شي، د ښارونو د منظم انکشاف سربېره ټولګټو پروژو تطبیق ته لاره هواره او غیر رسمي ښاري سیمې په ښو استوګنیزو سیمو بدلې شي.

###

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۱۵:۴۶
Background image

د فاریاب ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست اړوند د جومات له ودانیزو چارو څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۱/۱

د فاریاب ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي او نظارتي انجنیرانو له لوري، د اطلاعاتو او کلتور ریاست اړوند د جومات د ودانیزې پروژې له روانو چارو څخه ساحوي څارنه ترسره شوه.

. . .
شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۱۴:۱۲
Background image

د مناسبې استوګنې پروژې د رامنځته کولو په پار میدان‌ ښار کې جامع مطالعات بشپړ شول

۱۴۴۷/۱۱/۱

د منظمې ښاري پراختیا او د استوګنې د مخ پر ودې اړتیا پوره کولو په موخه، د میدان وردګو ولایت د مرکز میدان ‌ښار په یوه مهمه ساحه کې، چې ۵۸.۶۸ جریبه مساحت لري، هر اړخیز تخنیکي،. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۱۱:۲۶
Background image

د پنجشیر پوهنتون اړوند د ځمکې د سروې او جي ای ایس ځانګړتیاوو راټولولو چارې بشپړې شوې

۱۴۴۷/۱۱/۱

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ای ایس ریاست اړوند تخنیکي ټیم له لوري، د پنجشېر ولایت د پوهنتون اړوند د ځمکې څخه د سروې او جي ای ایس نقطو او ځانګړتیاوو د راټولولو چارې. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

5 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت