د خواف – هرات د اورګاډي پټلۍ څلورمې قطعې دویم فاز په مسیر کې د ۵٫۱۵۵ جریبه ځمکې د مالکیت حق تثبیت چارې بشپړې شوې

ناپیژنده (not verified)
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۱۰/۱۷ - ۱۳:۲
هرات

په یاد مسیر کې د مالکیت حق تثبیت شوې ځمکې له ډلې۴۶۳۱ جریب ځمکه د څړځایونو، د سیند او ویالو حریم، دولتي ځمکه او ۵۲۴ ځمکه هم د خلکو شخصي ملکیت دی چې تثبیت شوې ده.

د خواف – هرات ریلۍ پټلې څلورمې قطعې دویم فاز د هرات ولایت رباط پریان، ده سرخ زنده جان، کشک باد صبا، خواجه ها، قلعه نوک انجیل، رباط افغانان، فیص اباد، سفرخان، کبوتر خان، کوپک، ماهیان او ګاو سیاه زنده جان له سیمو پیل او د هوايي ډګر په جنوب «هرات ولایتی استیشن» کې پایته رسیږي.

د دې پروژې له تطبیق سره، افغانستان د لومړي ځل لپاره د ریل پټلې خاوند کېږي او د ایران سراسري ریل پټلۍ شبکې له لارې، د ترکیې – اروپا ریل پټلۍ او په فارس خلیج کې د ایران بنادرو ته لار پیدا کوي.

د خواف – هرات ریلۍ پټلۍ طرحه د ۱۳۸ کیلومتره په اوږد والي سره په څلورو قطعو کې تعریف شوې چې دوه قطعې یې د ایران په خاوره کې د ۷۶ کیلومتره په اوږد والي سره تکمیل شوې او پاتې ۶۲ کیلومتره یې د افغانستان په خاوره کې د کار لاندې ده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۹:۴۴
Background image

په کابل کې د جهادي مدرسې د جوړولو لپاره د توپوګرافي سروې چارې پیل شوې

۱۴۴۸/۴/۱۷

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ای ایس ریاست تخنیکي ټیم د کابل ولایت د مرکز اړوند د مرنجان غونډۍ په سیمه کې د جهادي مدرسې د جوړولو لپاره د توپوګرافي سروې چارې پیل کړې.. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۴:۲۰
Background image

په زابل کې د مجید زابلي ښارګوټي د توپوګرافي سروې چارې بشپړې شوې

۱۴۴۸/۴/۱۶

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ای ایس ریاست تخنیکي ټیم د زابل ولایت د مرکز اړوند د مجید زابلي ښارګوټي د توپوګرافي سروې چارې، چې ۱۰۳۸ جریبه ځمکه رانغاړي، بشپړې کړې.

د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۰:۳۱
Background image

په پکتیا کې د سیدکرم ولسوالۍ د سړک د سنټرلاین ټاکلو چارې پیل شوې

۱۴۴۸/۴/۱۶

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې اوجي ای ایس ریاست تخنیکي ټیم د پکتیا ولایت د سیدکرم ولسوالۍ د سړک د سنټرلاین د ټاکلو او خط‌ اچونې چارې، د ستراتیژیک پلان له مخې، پیل کړې.

د. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت