د الشیخ ښارګوټي د حقوقي او اداري اسنادو د ارزونې په تړاو د ټاکلې کمېټې ناسته ترسره شوه

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۲ - ۱۲:۱۶
الشیخ ښارګوټی

۱۴۴۷/۰۹/۱۴

د کور او ښار جوړولو وزارت د رهبرۍ د لارښوونې پر بنسټ، د وزارت د محترم مالي او اداري مرستیال مولوي محمد رباني ناصح په مشرۍ ټاکلې کمېټې په نوي کابل ښار کې د الشیخ ښارګوټي د سوانحو او سوابقو په تړاو ځانګړې ناسته ترسره کړه.

یاده ناسته چې د وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني د هدایت له مخې جوړه شوې وه، په کې د الشیخ ښارګوټي اړوند حقوقي، اداري او تخنیکي موضوعات په هر اړخیز ډول وڅېړل شول.

د غونډې په ترڅ کې د ښارګوټي د اسنادو تحلیل، د حقوقي مسایلو ارزونه، د اسنادو د تصفیې بهیر او همدارنګه د نوو نمرو د وېش په طرزالعمل بشپړ بحث ترسره او نظرونه تبادله شول.

ښاغلي مالي او اداري مرستیال مولوي محمد رباني ناصح ټینګار وکړ، چې ټول اسناد باید د نافذه قوانینو او اصولو له مخې په دقت وارزول شي، څو د هر ډول احتمالي ستونزو مخنیوی وشي او راتلونکی بهیر په شفاف، منظم او قانونمند ډول پرمخ ولاړ شي.

دغه راز نوموړي وویل، د نوو نمرو د وېش لپاره دې یو روښانه او عادلانه میکانېزم ترتیب شي، تر څو د مستحقینو حقوق خوندي او د ښاري پراختیا بهیر له خنډ پرته تطبیق شي.

د غونډې په پای کې د وزارت محترم مالي او اداري مرستیال یادې کمېټې ته دنده وسپارله چې د نوو نمرو د وېش، د اسنادو د تصفیې او حقوقي وضعیت د روښانتیا په تړاو طرزالعمل ترتیب کړي او د وروستۍ پرېکړې لپاره یې د وزارت محترم مقام ته وسپاري.

د یادونې وړ ده، چې الشیخ ښارګوټی د نوي کابل ښار له مهمو پراختیايي سیمو څخه شمېرل کېږي او د دې ښارګوټي د اسنادو منظمول، حقوقي وضاحت او د نمرو د وېش شفافیت د ښاري مدیریت، قانونمندۍ او متوازن انکشافي بهیر د تأمین په برخه کې مهم ارزښت لري.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۲ - ۱۶:۱۴
Background image

د نوي کابل ښار د صنایع سبز صنعتي پارک اصلاحي تفصیلي پلان د تطبیق لپاره رسماً وسپارل شو

۱۴۴۸/۳/۲۰

د کور او ښار جوړولو وزارت له لوري د نوي کابل ښار د صنایع سبز صنعتي پارک لپاره جوړ شوی اصلاحي تفصیلي پلان، د یوه رسمي مراسمو په ترڅ کې د تطبیق په موخه د صنعتکارانو ټولنې ته. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۱ - ۱۶:۲۴
Background image

د کابل ښار د پنځم مکروریان د «B4» بلاک د بنسټ ډبره کېښودل شوه

۱۴۴۸/۳/۱۹

د کابل ښار د نهمې ناحیې اړوند د سولې استوګنیزې پروژې، چې د پنځم مکروریان په نوم هم پېژندل کېږي، د «B4» بلاک د بنسټ ډبرې اېښودلو مراسم ترسره شول.

په دغو مراسمو کې د ریاسة. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۹ - ۱۴:۶
Background image

د لابراتوار ریاست تخنیکي ټیم د بېلابېلو ساختماني پروژو له چارو څخه څارنه وکړه

۱۴۴۸/۳/۱۷

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت کنټرول او ښاري سرغړونو ته د رسېدنې عمومي ریاست اړوند د لابراتوار ریاست تخنیکي ټیم د کابل ښار په بېلابېلو برخو کې د اوو ساختماني پروژو له. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

10 میاشتې ۱ اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت