د  تخار په فرخار ولسوالۍ کې د یو سټیډیوم رغنیزې چارې پیل شوې

ناپیژنده (not verified)
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۸/۱۳ - ۱۰:۱۲
تخار

ښارجوړولو او ځمکو وزارت د تخار ولایت په فرخار ولسوالۍ کې د یو ورزشي سټډیوم رغنیزې چارې پیل کړې.

دا ورزشي سټډیوم په ۳۵۰ متر مربع ځمکه کې په درې پوړونو چې د فوټبال، والیبال، باسکتبال او منډې وهلو میدانونه، د ننداره کوونکو لپاره مناسب ځای، د ښځینه او نارینه وو لپاره ۲۰ جلا تشنابونه، سپتیک څاه، د جنراتور خونه، د اوبو زیرمه، د محافظینو خونه، د اوبو څاه او د موټرو تم ځای پکی شامل دي د ۷۹ میلیونه او ۲۰۰ زره افغانیو په ارزښت د ښارجوړولو او ځمکو وزارت له پراختیايي بودیجې جوړیږي.

ښارجوړولو او ځمکو وزارت د هېواد په کچه د روغتیايي مرکزونو، د دولتي ادارو ودانیو، لوبغالو، کتابتونونو، موزیمونو، وړکتونونو، جوماتونو او تعلیمي او تحصیلي مرکزونو په جوړولو کې رغنده رول لوبولی او د ټولګټو پروژو تطبیق د دې وزارت په کاري لومړیتوبونو کې ځای لري.

###

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

3 ورځې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۶ - ۱۱:۱۲
Background image

د بامیان ولایت د څلورو ولسوالیو تفصیلي پلانونه جوړ او د تطبیق لپاره تسلیم شول

۱۴۴۷/۴/۴

د کور او ښار جوړولو وزارت، د ټول هېواد په کچه انډوله پراختیا رامنځته کوي، چې له مخې یې دا ځل د بامیان ولایت څلور ولسوالیو ته د تفصیلي او ستراتیژیکو پراختیایي پلانونو رسمي. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۶ - ۱۰:۵۸
Background image

بامیان ولایت کې د مهاجرو ښارګوټی پرانیستل شو

۱۴۴۷/۴/۴

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، او د یاد وزارت د ښاري چارو محترم مرستیال شیخ مدارعلي کریمي بامیاني، د بامیان ولایت محترم والي مولوي. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۶ - ۹:۳۷
Background image

د نیمروز ولایت په چخانسور ولسوالۍ کې د مسجد شریف له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۴/۰۵

د نیمروز ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي عبدالجبار یاسیني وایي، چې د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم د چخانسور ولسوالۍ د جامع مسجد شریف د له ودانیزو چار څارنه او. . .

BACK TO NEWS