دامان ولسوالۍ کې د مهاجرینو د هستوګنیز ښارګوټي د تفصیلي پلان پر عملي کولو خبرې وشوې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۳/۱۳ - ۱۵:۳۸
picture

۱۴۴۵/۱۱/۲۴

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم سرپرست وزیر شیخ حمدالله نعماني په مشرۍ ، مهاجرینو ته د دایمي اوسېدو لپاره د ځمکې د وېش کمېټې ناسته وکړه.

په دغه ناسته کې، چې د ملي دفاع  وزارت د وسله والو ځواکونو محترم لوی درستیز قاري فصیح الدین فطرت هم شتون درلود، په کې د عامې روغتیا وزارت محترم اداري مرستیال مولوي محمد اسحق صاحبزاده، د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت محترم مسلکي مرستیال مولوي عبدالرحمن راشد، د کرنې او مالدارۍ وزارت د استملاک محترم عمومي رئیس مولوي عبدالعلي عمري، د اوبو او انرژۍ وزارت د ځمکې لاندې اوبو د سرچینو محترم رئیس عزیزالرحمن عزیز او د نورو اړوندو وزارتونو او ادارو محترمو استازو ګډون کړی وو.

په ناسته کې بحث وشو چې څنګه کېدای شي د کندهار په دامان ولسوالۍ کې د بې ځایه شوو کورنیو لپاره د ښارګوټي جوړ شوی تفصیلي پلان عملي شي او د لومړنیو ټولنیزو خدماتو د لګښتونو لپاره برخلیک معلوم شي.

تر هر اړخیز بحث وروسته تصمیم ونیول شو، چې د اوبو او انرژۍ محترم وزارت تخنیکي تیم به ساحې ته ځي او د اوبو سرچینو معلومولو او د اوبو د کچې او کیفیت تثبیتولو برخه کې به خپلې سروې په کم وخت کې سرته ورسوي

د ناستې په دوام وویل شول، چې د یاد ښارګوټي تفصیلي پلان ترتیب شوی، د خط اچولو، د سیلاب اوبو د مسیر معلومولو او خوندي کولو، د ځینو برخو هوارولو، د استنادي دېوال جوړولو او د نورو ټولنیزو خدماتو د لګښتونو لپاره دې برخلیک معلوم شي.

دغه راز، وویل شولو چې په یاد ښارګوټي کې د مېشت کېدونکو کورنیو لیست او تعداد دې معلوم او له یادې کمېټې سره شریک شي، تر څو یې له مخې خط اچونه او په راتلونکي کې ورته د اوبو اړتیا پوره کولو لپاره تابیا ونیول شي.

د کور او ښار جوړولو وزارت د خپلو دندو پر وړاندې ځان مسؤل ګڼي او هڅې کوي چې ورسپارل شوې دندې او مسؤلیتونه په خپل وخت او سمه توګه سرته ورسوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۸:۵۲
Background image

د د افغانستان بانک نوې ودانۍ د پروژو څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۲/۸

د کور او ښار جوړولو وزارت، د کیفیت کنټرول او د ښاري سرغړونو د مخنیوي محترم لوی ریاست اړوند، د لابراتوار ریاست تخنیکي ټیم د د افغانستان بانک د نوې ودانۍ له پروژو څخه لیدنه او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۵:۳
Background image

د کور او ښار جوړولو وزیر د یوناما له مرستیال سره د کډوالو د دایمي مېشتېدنې او ښاري پراختیا په اړه وکتل

۱۴۴۸/۲/۷

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، په خپل کاري دفتر کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) له مرستیال او د بشري مرستو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۴:۸
Background image

د استالف ولسوالۍ د ښاري انکشافي پلان له ساحې تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۲/۷

د کور او ښار جوړولو وزارت، د کیفیت کنټرول او د ښاري سرغړونو د مخنیوي محترم لوی ریاست اړوند، د ښاري تخلفاتو د مخنیوي محترم ریاست، د کابل ولایت د استالف ولسوالۍ د ښاري پراختیایي. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

8 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت