بدخشان کې د دوه ښوونځیو رغنیزې چارې پیل شوې

ناپیژنده (not verified)
چهارشنبه ۱۳۹۹/۵/۲۹ - ۸:۷
بدخشان

ښارجوړولو او ځمکو وزارت د بدخشان ولایت د درایم ولسوالۍ په هامچیان کلي کې د بي بي عایشې صدیقې ښوونځي او همداراز د دې ولایت د راغستان ولسوالۍ په شاهان کلي کې د خم شاهان ښوونځي رغنیزې چارې پیل کړې دي.

د بي بي عایشې صدقې ښوونځی په ۶۱۰ متر مربع ځمکه کې په دوه پوړونو د ۱۷ میلیونه افغانیو په ارزښت جوړیږي چې رغنیزې چارې یې ۴۰ سلنه بشپړې شوې دي. همداراز د خم شاهان ښوونځی په ۶۲۵ متر مربع ځمکه کې په دوه پوړونو د ۲۷ میلیونه افغانیو په ارزښت د ښارجوړولو او ځمکو وزارت له پراختیايي بودیجې جوړیږي، د دې ښوونځي رغنیزې چارې ۹۰ سلنه بشپړې شوې دي.

ښارجوړولو او ځمکو وزارت په ورستیو درې کلنو کې په هېواد کې د ۱۰۳۰ رغنیزو پروژو چارې پیل کړي چې له دې ډلې د ۱۵۰ پروژو چارې بشپړې شوي، ۴۰۰ پروژې تر کار لاندې دي او پاتې یې په سروې، ‌ډیزاین او تدارکاتي مرحله کې دي.

###

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۲ - ۱۲:۱۳
Background image

په سرپل ولایت کې د ښاري سرغړونو مخنیوی ترسره شو

۱۴۴۷/۰۶/۱۲

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست د لارښوونې پر اساس، د سرپل ولایت د ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم د لومړۍ ناحیې د ودانیزو چارو د قانوني وضعیت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۲ - ۱۰:۱۶
Background image

د غور ولایت په فیروزکوه ولسوالۍ کې د تیغ زلزله اړوند توپوګرافي سروی پیل شوه

۱۴۴۷/۶/۱۲

د کور او ښار جوړولو وزارت، د سروې او جي ای ایس ریاست محترم رئیس حافظ انجنیر محمد یوسف لطیف وایي، د ریاست اړوند تخنیکي ټیم یې د غور ولایت په فیروزکوه ولسوالۍ کې د تیغ زلزله په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۱ - ۱۵:۳۴
Background image

د مهاجرینو په ښارګوټو کې د اوبو او نورو ټولګټو پروژو پر عملي کولو خبرې وشوې

۱۴۴۷/۶/۱۱

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني په مشرۍ، اړمنو مهاجرو کورنیو ته د ځمکو د وېش هیئت خپله نوبتي ناسته وکړه او پر یو شمېر مهمو مواردو یې. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

۱ میاشت ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت