بادغیس کې د یوې پراختیايي پروژې رغنیزې چارې پیل او د یوې بلې پروژې رغنیزې چارې له ۲۰ سلنې واوښتې

ناپیژنده (not verified)
دوشنبه ۱۳۹۹/۵/۶ - ۱۱:۲۷
بادغیس

ښارجوړولو او ځمکو وزارت د باغیس ولایت د مرکز قلعه نو ښار په پنځمه ناحیه کې د دې ولایت د لوړو زده کړو موسسې د خوړنځي ودانۍ، احاطې دیوال او پخلنځي رغنیزې چارې پیل کړې.

دا پروژه په ۴۹۶ متر مربع ځمکه کې په دوه پوړونو د ۲۶ میلیونه او ۴۰۰ زره افغانیو په ارزښت د دولت له پراختیايي بودیجې جوړیږي.

ښارجوړولو او ځمکو وزارت همداراز د بادغیس ولایت د مرکز قعله نو ښار په پنځمه ناحیه کې د دې ولایت د لوړو زده کړو موسسې د لیلیې ودانۍ رغنیزې له ۲۰ سلنې ډېرې بشپړې کړي دي.

دا ودانۍ په ۱۳۵۰ متر مربع ځمکه کې په څلورو پوړونو د ۷۸ میلیونه او ۴۰۰ زره افغانیو په ارزښت د دولت له پراختیايي بودیجې د روان کال تر پایه پورې جوړیږي.

ښارجوړولو او ځمکو وزارت د پوهنې او لوړو زده کړو وزارت د پروژو په تطبیق سره، د هېواد په کچه زده کوونکو او محصلینو ته د زده کړې مناسبه فضا برابروي.

###

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵
Background image

په کابل کې د سره میاشت ښارګوټي له غیرمجازو ودانیزو چارو څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیم د کابل ښار په پنځمه ناحیه کې د سره میاشت ښارګوټي له ودانیزو چارو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۹:۴۲
Background image

د سیرت النبي ﷺ د لومړۍ برخې له تدریس وروسته له کارکوونکو ازموینه واخیستل شوه

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د دعوت او ارشاد محترم ریاست د کلني پلان له مخې او د اسلامي امارت د دعوت او ارشاد د محترم عمومي ریاست د کتبي هدایت پر بنسټ، د وزارت ټولو مرکزي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۹:۲۰
Background image

په نوي کابل ښار کې د ۲.۱ برخې تفصیلي پلان منظور شو

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني له لوري، د نوي کابل ښار د لومړي فاز د ۲.۱ برخې تفصیلي پلان منظور شو.

د دغه پلان د منظورۍ چارې د محترم. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

10 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت