ارزګان کې د پوهنتون له پروژې لیدنه وشوه
1446/7/3
ارزګان ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي روح الله ابو احمد وایي، د ریاست اړ وند تخنیکي او مسلکي ټیم په ملتیا یې دغه ولایت کې د پوهنتون ریاست د پروژو له چارو لیدنه وکړه.
ښاغلی مولوي ابو احمد وایي، دمګړۍ په یاد پوهنتون کې د چاپېریال دېوال چارې روانې دي او دغه راز د پوهنتون د اداري ودانۍ لپاره د پاکو اوبو رسولو شبکې چارې دي.
نوموړی وایي، د قراردادي شرکت مسؤلینو ته لازمې لارښوونې او سپارښتنې وشوې، چې چارې په قانوني بڼه پر مخ یوسي.
د کور او ښار جوړولو وزارت د ټولو دولتي ادارو له پروژو څارنه کوي او له معیاریتوب او کیفیت یې ځان ډاډمنوي.
