د ښار جوړولو او ځمکو سرپرست وزیر د کاپیسا له والي سره وکتل

ناپیژنده (not verified)
دوشنبه ۱۳۹۸/۹/۱۱ - ۱۰:۶
کاپیسا

د ښار جوړولو او ځمکو سرپرست وزیر محترم محمد جواد پیکار د کاپیسا له والي محترم عبدالطیف مراد سره په کتنه کې د ولایت مقام اداري کمپلکس، مېلمستون، احاطې دېوال او د کوهستان لومړۍ حصې ولسوالۍ سټراټیژیک پلان په اړه خبرې وکړې.

په لومړي سر کې د کاپیسا والي محترم عبدالطیف مراد په یاد ولایت کې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت له خوا د ساختماني پروژو تطبیق ته د ځانګړې پاملرنې څخه په مننې د پورتنیو پروژو په اړه خپل وړاندیزونه شریک کړل.

وروسته د ښار جوړولو او ځمکو سرپرست وزیر محترم محمد جواد پیکار د ساختماني پروژو تطبیق په برخه کې د کاپیسا د والي ونډه د ستاینې ترڅنګ، د ښاري پروګرام جوړونې عمومي ریاست ته دنده ورکړه چې د کوهستان لومړۍ حصې ولسوالۍ سټراټیژیک پلان دې ژر تر ژره وروستی او د منظوري لپاره چمتو کړي.

نوموړي همدا رنګه د تدارکاتو ریاست ته لارښوونه وکړه چې د کاپیسا ولایت اداري کمپلکس او د هغه احاطوي دېوال تدارکاتي پړاوونه دې چټک کړي او د ولایت او قراردادي شرکت سره په ګډه د یادې پروژې پر وړاندې شته خنډوه لېرې کړي. په ورته وخت کې د تدارکاتو ریاست او د ثبات ټینګښت ملي برنامې هم دنده واخیسته چې د ولایت مېلمستون رغنیزې پروژې چارې دې چټکې کړي.

محترم محمد جواد پیکار د کاپیسا له والي څخه وغوښتل چې د یوه وړاندیز له لارې د مېلمستون لپاره د اوولس جریبه ځمکې د انتقال غوښتنه وکړي، څو د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د کابینې تر مصوبې وروسته د هغه د انتقال چارې ترسره کړي.

د ښار جوړولو او ځمکو سرپرست وزیر د محمود راقي ښارګوټي نومرو د وېش په تړاو له والي څخه وغوښتل چې د ځمکو دغه نومرې د یوې کړنلارې له مخې پر اړمنو باندې ووېشل شي.

د کتنې په پای کې دواړو خواوو یو وار بیا د ساختماني پروژو د چارو پر ژر تطبیق ټینګار وکړ.

 

ښاغلی مولوي حمدالله نعماني

 

۱ کال 6 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست
wazir-image-new

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۸ - ۱۴:۲۲
Background image

د ارزګان ولایت د ښاري پلانونو او مهاجرینو د ښارګوټي په اړه خبرې وشوې

۱۴۴۶/۱۲/۲۱

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر الحاج شیخ حمدالله نعماني، په خپل کاري دفتر کې، د ارزګان ولایت له محترم والي الحاج مولوي عنایت ‌الله شجاع سره وکتل.

دواړو لوریو د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۸ - ۱۳:۵۹
Background image

د ساختماني او استوګنیزو نقشو د وېزې تخنیکي کمېسیون لومړنۍ غونډه ترسره شوه

۱۴۴۶/۱۲/۲۱

د ساختماني او استوګنیزو نقشو د وېزې تخنیکي کمېسیون خپله لومړنۍ غونډه د کور جوړولووزارت د مسکن، ودانیزو چارو او د برنامو د پراختیا د محترم مرستیال الحاج محمد اسماعیل فائزپه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۸ - ۱۳:۵۲
Background image

په بغلان کې د امیر المؤمنین حفظه الله په هدایت د مسافرو لپاره جامع مسجد پرانیستل شو

۱۴۴۶/۱۲/۲۱

د اسلامي امارت د امیر المؤمنین حفظه الله په هدایت، د شمال پر عمومي لویه لاره، د بغلان ولایت د کیله‌ ګۍ په سیمه کې د مسافرو لپاره یو نوی جامع مسجد پرانیستل شو.

د بغلان ولایت. . .

BACK TO NEWS