په پنچشیر کې د پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست د اداري ودانۍ د جوړولو له پروژې څارنه وشوه
۱۴۴۸/۴/۱۱
د پنجشېر ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټيم د پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست د اداري ودانۍ د جوړولو پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.
د څارنې پر مهال د یادې اداري ودانۍ د تهدابونو لپاره د سیخ پرته کانکریټ اچونې چارې وکتل شوې او د کار د لا ښه والي په موخه د پروژې د تخنیکي اسنادو او مشخصاتو مطابق اړینې لارښوونې ورکړل شوې.
د پروژې د ودانیزو چارو د کیفیت او تخنیکي معیارونو د مراعات په موخه به د یادې پروژې له چارو څخه د کار تر بشپړېدو پورې لازم تخنیکي نظارت دوام ولري.
