د زابل د شملزو ولسوالۍ د روغتون د ودانیزو چارو څارنه ترسره شوه
۱۴۴۸/۳/۴
د زابل ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند تخنیکي ټيم د شملزو ولسوالۍ د روغتون د ودانیزې پروژې له چارو څخه ساحوي نظارت ترسره شو.
د ساحوي نظارت پر مهال څرګنده شوه چې د پروژې ساختماني چارې د منظور شوو نقشو او تخنیکي اصولو مطابق پر مخ روانې دي او د ودانیزو چارو پر مهال معیاري ساختماني مواد کارول کېږي.
همدارنګه د کار کیفیت د قناعت وړ ارزول شوی او د کارګرو ترمنځ د چارو د ښه پرمخ وړلو په موخه مناسبه تخنیکي همغږي موجوده ده.
اوس مهال په پروژه کې د احاطوي دیوال اړوند د ځمکې کیندنې، د تهداب د خاورې کوبولو او د تهداب لپاره د عادي کانکریټو اچولو چارې روانې دي.
د نظارت پر مهال د پروژې له مسؤلینو او کارکوونکو سره د ساختماني چارو د لا چټکتیا، کیفیت، تخنیکي معیارونو او د منظور شوو نقشو د بشپړ رعایت په اړه لازمې سپارښتنې وشوې.
د یادې پروژې چارې د منظم پلان او مناسب کیفیت له مخې پر مخ روانې دي او تمه ده چې پاتې ساختماني کارونه به هم په ټاکلي وخت، د تخنیکي معیارونو مطابق او د ښه کیفیت په رعایت سره بشپړ شي.
