د لوګر ولایت د پوهنتون د ساحې د توپوګرافي سروې چارې پیل شوې

org_admin
شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۱:۱۲
لوګر

۱۴۴۸/۲/۲۴

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ‌ای‌ اېس ریاست تخنیکي ټیم د لوګر ولایت په مرکز کې د لوګر پوهنتون د ساحې د توپوګرافي سروې عملي چارې پیل کړې.

دغه سروې د یادې ساحې د دقیقې مساحت معلومولو، د ځمکې د طبیعي او تخنیکي ځانګړتیاوو د ارزونې او د راتلونکو انکشافي او عمراني پروژو لپاره د معیاري نقشو او پلانونو د چمتو کولو په موخه ترسره کېږي.

د یادې سروې په ترڅ کې به د ساحې ټول تخنیکي معلومات د معیاري سروې او جي‌ای‌اېس د اصولو له مخې راټول او تحلیل شي، ترڅو د پوهنتون د ودانیزو او پراختیایي پروژو لپاره لازم تخنیکي بنسټونه برابر شي.

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي‌ای‌اېس ریاست د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د عامه تاسیساتو، امارتي ودانیو او پراختیایي پروژو لپاره د سروې او توپوګرافۍ د دقیقو او معیاري خدمتونو وړاندې کول د خپلو مهمو کاري لومړیتوبونو څخه ګڼي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۴:۱
Background image

د کابل ښار د تاریخي ودانیو د بیارغونې له روانو چارو څخه تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۲/۲۴

د کور او ښار جوړولو وزارت د زړو ښارونو د ساتنې ریاست د ښاري جوړښتونو د تخنیکي څارنې ټیم د کابل ښار د لومړۍ ناحیې اړوند، د تیمورشاهي مقبرې څخه تر مرکزي پولي ‌کلینیک پورې د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۱:۱۲
Background image

د لوګر ولایت د پوهنتون د ساحې د توپوګرافي سروې چارې پیل شوې

۱۴۴۸/۲/۲۴

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ‌ای‌ اېس ریاست تخنیکي ټیم د لوګر ولایت په مرکز کې د لوګر پوهنتون د ساحې د توپوګرافي سروې عملي چارې پیل کړې.

دغه سروې د یادې ساحې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۰:۲۰
Background image

په زابل ولایت کې د یو مسجد شریف له ودانیزو چارو څارنه تر سره شوه

۱۴۴۸/۲/۲۲

د زابل ولایت د حج او اوقافو ریاست د وړاندیز او د زابل ولایت مقام د حکم پر بنسټ، د زابل ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم د دای چوپان ولسوالۍ د سنان کلي د جامع جومات. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

9 میاشتې ۱ اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت