په غزني ولایت کې د رشیدانو ولسوالۍ د اداري تعمیر پروژې له چارو څخه څارنه ترسره شوه

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۹:۵۴
غزني

۱۴۴۷/۱۱/۹

د غزني ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند تخنیکي او نظارتي ټیم له لوري، د دغه ولایت د رشیدانو ولسوالۍ د ودانۍ له روانو چارو څخه څارنه ترسره شوه.

د څارنې په مهال په ساحه کې ځینې لومړنۍ چارې ترسره شوې، چې د ابادۍ په پیاوړتیا او پرمختګ کې مهم رول لوبوي او بنسټ پیاوړی کوي.

همدارنګه، قراردادي شرکت ته د خاورې د تراکم معیاري تطبیق او د پایپونو د غځولو په اړه لازمې لارښوونې وشوې، څو پاتې چارې د تخنیکي اصولو او منظور شوو معیارونو سره سم پر مخ لاړې شي.

د ودانیزو پروژو منظمې څارنې د کار د کیفیت د تضمین، د معیارونو د رعایت او د معیاري تطبیق لپاره مهمې بلل کېږي.

د کور او ښار جوړولو وزارت، هڅې کوي، چې په ودانیزو چارو کې معیار په پام کې ونیول شي او ټولې چارې د منل شوې نقشې او شرطپاڼې مطابق ترسره شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۰:۵۹
Background image

د زابل ولایت د اطغر او شملزو ولسوالیو د اداري ودانیو رغنیزې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

۱۴۴۸/۲/۶

د کور او ښار جوړولو وزارت، د زابل ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د مسلکي ټیم تر څار لاندې د اطغر او شملزو ولسوالیو د اداري ودانیو رغنیزې چارې بشپړې او یادې پروژې په رسمي توګه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۹:۵۲
Background image

د جوزجان ولایت په قوشتپې ولسوالۍ کې د توپوګرافۍ سروې بشپړه شوه

۱۴۴۸/۲/۶

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي‌ای‌ايس ریاست تخنیکي ټیم د جوزجان ولایت د قوشتپې ولسوالۍ کې د توپوګرافۍ سروې بشپړه کړه.

یاده سروې، د سروې او جي‌ای‌ایس ریاست د کاري پلان. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۳:۵۴
Background image

د فراه ولایت د فراهرود ولسوالۍ د کډوالو ښارګوټي د توپوګرافۍ سروې پیل شوه

۱۴۴۸/۲/۵

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ‌ای‌ ایس ریاست تخنیکي ټیم د فراه ولایت د فراهرود ولسوالۍ په مربوطاتو کې د کډوالو ښارګوټي د توپوګرافۍ سروې پیل کړه.

یاده سروې د ۳۰۰۰ جری. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

8 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت